دنادعلي ولسوالۍ بريددپوليس افسرپه ګډون پنځوتنو ته مرګ ژوبله واړوله

59 | جولای 19th, 2013


دخبری سرچینو په حواله پرون پنجشنبه دهلمند ولايت اړونددنادعلي ولسوالۍ دچا ميرزا نومي په سيمه کې تېره ورځ مازيګرناوخته دپوليسو پريوه افسرباندی بمی بريدترسره شوى دى.
دهلمند ولایت دامنیه قومانداني ویاندوايې،چې دپوليسودغه افسرعبدالمنان نوميږي،کله چې هغه دولسوالۍ څخه دمرکزپرلوري روان وو،پرموټرباندی یې بمی بريدتر سره شو.
دهغه په وینا چې،په دي پېښه کې افسرعبدالمنان،اودوه کوچنيان چې يوه نجلۍ اوبل یې هلک دى وژل شوي اودوه کوچنيان ژوبل شوي دي.
ددي پيښي پړه تراوسه پوري هیچاه پرغاړه نده اخستي.

Copyright Larawbar 2007-2024