کور / تازه خبرونه / پوځيان: د پاكستان پوځي واكمنان دي محاكمه سي

پوځيان: د پاكستان پوځي واكمنان دي محاكمه سي

 

جنرال مشرفجنرال ضياءالحقجنرال ايوب خانجنرال يحيى خان


د متقاعدو پاكستاني پوځيانو يوه ګوند غوښتنه كړې چي د پاكستان مړه او ژوندي پوځي جمهور رئيسان دي ټول محاكمه سي.
د دغه ګوند غړو په لاهور كي تر يوې غونډي وروسته خبريالانو ته ويلي چي په دې قضيه كي د ښكېلو كسانو د محاكمې پيل دي له اوسني جمهور رئيس جنرال مشرف څخه وسي.
دې ګوند جنرال ايوب خان، جنرال يحيى خان، جنرال ضياءالحق او جنرال پروېز مشرف له خپل هيواد سره په خيانت تورن كړي او وايي چي هغوى د ولس  هيلو ته سپكاوى كړى او په پاكستان كي يې جمهوري حكومتونه د شخصي ګټو پر بنسټ له منځه وړي دي.
د دې ګوند يوه غړي تورن جنرال يوسف د بي بي سي اردو څانګي ته وويل د اويا تنو په شاوخوا كي د غونډي ګډونوال چي ټول متقاعد پوځيان دي په يوه ږغ د جنرال مشرف د محكمې غوښتنه كوي.
تر غونډي وروسته د دې ګوند يوه بل غړي بريدجنرال شفيق احمد خبريالانو ته وويل، جنرال مشرف د خپلي نهه كلني واكمنۍ پر وخت پاكستان زيانمن كړى او د دې ملت ارزوګاني يې له خاورو سره خاوري كړې.
هغه وويل دوى له اوسني جمهوري حكومت څخه غوښتنه كوي، چي مشرف له دندي وشړي او له ملك سره د خيانت په تور محكمې ته راكش كړي.
په دې غونډه چي د اويا په شاوخوا كي پخوانيو پاكستاني پوځيانو ګډون كړى و، د كشمير او پښتوخوا د قبايلي سيمو په اړه هم ځيني څرګندوني وسوې.
د غونډي برخه وال وايي حكومت دي د امريكا په ګټه پاكستانى پوځ له خپل ملت سره نه جنګوي او ډېر ژر دي له قبايلي سيمو څخه پوځيان راوباسي، همدا راز هغوى د كشمير د مسلې حل د ملګرو متلونو په منځګړتوب د هند او پاكستان ترمنځ په دوه اړخيز تفاهم كي ويني.
دوى وايي پخواني پوځيان له هند سره برابر دوستانه اړېكى غواړي او له هندوستان څخه هم هيله كوي چي د كشمير مسله ورسره حل كړي.
دوى د پاكستان د اټومي مخترع ډاكټر عبدالقدير خان د ژر خوشي كېدو غوښتنه هم كړې او پر حكومت يې ږغ كړى چي هغه د يوه ملي اتل په توګه وستايي.
د يادوني وړ ده چي د پاكستان په شپېته كلن تاريخ كي جمهوري حكومتونه ټول د پوځي واكمنانو له خوا ړنګ سوي او د پاكستان تر نيمي زيات ژوند په مستبدو پوځ سالارو حكومتونو كي تېر سوى دئ.