کور / راپور / سهيلي پښتونخوا: د بيو لوړوالي خلک په اروايي ناغيو اخته کړي

سهيلي پښتونخوا: د بيو لوړوالي خلک په اروايي ناغيو اخته کړي

 



د جنوبي پښتونخوا يو شمېر خلک د توکو د بيو لوړوالي په اروايي ناروغۍ اخته کړي



د جنوبي پښتونخوا يو شمېر ولسي خلک په دې وروستيو کې د بيو د زياتو لوړېدو له امله په اروايي ناروغي اخته شوي او وېره شته چې د ورځو په تېرېدو د دې خلکو شمېر زيات شي.



د روان کال د پيل راهيسې نه يوازې د لراوبر افغانستان په زيات شمېر سيمو کې د توکو بيې خورا لوړې شوې بلکې په نړيواله کچه وروستي څو کلونه د قلت او کاختی کلونه بلل کېږي.



د جنوبي پښتونخوا د ږوب نومې ليرې پرتې سيمې يو تن ډاکټر په دې سيمه کې د هغو کسانو شمېر په ډېرېدو بولي چې تازه په اروايي ناروغي اخته کېږي، نوموړي ډاکټر په ياده شوې سيمه کې د اروايي ناروغانو د شمېر د زياتوالي اصلي لامل د توکو د بيو لوړوالی وباله او زياته يې کړه، ږوب د لر افغانستان د ليرو او وروسته پاتې سيمو له جملې څخه شمېرل کېږي چې زيات شمېر خلک يې غريب او بېچاره دي، د ډاکټر په خبره همدا لامل دی چې د توکو د بيو لوړوالي يې پر ژوند سخت منفي اغېز شيندلی او له اروايي ناروغۍ سره يې مخ کړي دي.



بل خوا د جنوبي پښتونخوا په مرکز کوټه کې هم د بيو د لوړوالي له امله د پښتونخوا ملي ګوند له خوا نن يوه لويه غونډه جوړه شوه چې موخه يې د بيو د لوړوالي په اړه د دولت پاملرنه وه.



نوموړې غونډې ته چې زيات شمېر ښاريانو پکې ګډون کړی و، د پښتونخوا ملي ګوند معاوين مشر عثمان کاکړ په خپله وينا کې يادونه وکړه چې د دولت د نه پاملرنې له امله د پاکستان په کچه يو ستوزمن حآلت روان دی چې د ټول ولس ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی.



عثمان کاکړ وويل، اوسمهال پاکستان د خپل تاريخ له ډېر بدترين پېر څخه تېرېږي چې ښايې حالات تر دې هم ستونزمن شي.



د نوموړي په خبره د پاکستان له جوړېدو راهيسې داسې بېلګه نه ليدل کېږي چې د يوه کيلو اوړو بيه دې څلوېښتو کلدارو ته رسېدلې وي. ښاغلي کاکړ يادونه وکړه چې د برېښنا، تېلو او نورو څيزونو په بيو کې هم څو برابره زياتوالی راغلی.


ښاغلی کاکړ، په پاکستان کې د اوسني نوي دولت له راتلو سره د ناخوښۍ په څرګندېدو زياته کړه چې ټول ولس د نوي دولت او نوي لومړي وزير راتګ ته هيله من وو چې د نوموړي په راتګ سره به په هيواد کې د شته ستونزو ټغر ټول، خلک به ارام او سوکاله ژوند ولري خو په خبره يې، د نوي دولت په راتګ سره نه يوازې د ستونزو د هوارولو لپاره هڅه نه ده شوې بلکې ستونزې نورې هم زياتې شوې چې د توکو د بيو لوړوالی او د امنيت خرابېدل يې ښه بېلګې دي.



عثمان کاکړ پر پاکستاني دولت تور ولګاوه چې د اوسني بد حالت د سمون لپاره يې تر اوسه هېڅ هڅه نه ده کړې، د نوموړي په خبره که چېرې دولت غوښتلای په دې اړه يې څه کړي وای نو لومړی به يې هغه تجاران چې په دې بد حالت کې اوړه، وريجې او داسې نور خوراکي توکې د بيې د لوړېدو په موخه ذخيره کوي محاکمه کړي وای.



د غونډې په پای کې عثمان کاکړ د غونډې په استازيتوب له دولت څخه غوښتنه وکړه، هغه تجاران چې خوراکي توکې ذخيره کوي بايد ژر تر ژره مجازات او محاکمه شي تر څو په هيواد کې د خوراکي توکو د کمښت ستونزه تر يو حده هواره شي.


د خوراکي توکو د کمښت او بيو د لوړېدو ستونزه نه يوازې د پاکستان په کچه مطرح ده بلکې يو شمېر نور هيوادونه هم له دې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي.