کور / شعر / څو به زمان ګرځوی موجونه له بیړیو

څو به زمان ګرځوی موجونه له بیړیو

څومره دي لا وګالو زخمونه د پیړیو

څو به زمان ګرځوی موجونه له بیړیو

مه مو شمیره پیره په نوبت کي د رندانو

موږ ته مو قسمت پیالې نسکوري کړې د میو

اوس مو د زلمو مستي له وخته سره ژاړي

اوس د شپې نکلونه دي پییلي په اغزیو

نسته له میرو سره کیسې د سوي میني

چوپ دی نغمه زار د آدم خان او درخانیو

نسته له ابۍ سره شرنګی په الاهو کي

هیري له ابا څه دي لنډۍ د ملالیو

خدایه د شپيتو بړیڅو ټولي سوې کمبلي

ولاړل د فتح سره بریتونه د شپیلیو

خون د کومي پیغلي دي په غاړه سو اسمانه

ما یې پر ګودر ټوټې لیدلي د بنګړیو

څوک به د خوشال له توري ومینځي زنګونه

لاري د مغولو چي سپرې سوې پر کیږدیو

اوس د ماشوخیل زاړه خوبونه ریشتیا کیږي

ځاله د زمرو سوه په نصیب د سورلنډیو

خوب مي دی لیدلی جهاني ریشتیا دي نه سي

اوښکو را اخیستي جنازې وي د بګړیو

د ۲۰۱۳ کال د جولای څوارلسمه ویرجینیا