کور / تازه خبرونه / دکورنیوچاروسرپرست وزیرڅلویښت لوړپوړي چارواکي له دندوڅخه ګوښه کړل

دکورنیوچاروسرپرست وزیرڅلویښت لوړپوړي چارواکي له دندوڅخه ګوښه کړل

دکورنیورسنیو دخبریوي معتبري سرچیني ویلي،چي دکورنیوچاروسرپرست وزیرسترپاسوال مجتبی پتنګ دچارودښه سمون لپاره پرون یکشنبه دکورنیوچاروپه وزارت کي دیوه نوي حکم له مخي دپولیسوپه لیکوکي تر( ۴۰ )زیات لوړپوړي چارواکي له دندوڅخه ګوښه کړي دي.په خبرکي راغلي چي له ګوښه شووچارواکوسربیره زیاتو نورولوړپوړوچارواکو ته دضرب الاجل لنډمهاله اخطارونه هم په ډاګه شویدي.
ګوښه شوي کسانوټولودکورنیوچارووزارت دلوژستیک،پیژنتون،ګمرک،عامه ساتني او دقراردادواوخریداري چارو کي په کاربوخت وو.دکورنیوچارووزارت په خبرکي راغلي،چي دسرحدي ولایتونوداکمالاتودکاروانونو اداره دورځې سل زره امریکا ډالره عایدلري. دوزارت درپوټ له دمخي دورځي سلګونه اکمالاتي کاروانونه دکورنیو چارودوزارت په قطارونوکي ورګډیږي اودامنیت چارواکي له هراکمالاتي موټرڅخه دسلوامریکا یې ډالرو غوښتنه کوي چي دغه پیسي په غیري قانوني توګه داکمالاتو دموټر نه اخیستل کیږي،چي شمیر يي سلګونوزروامریکا یې ډالروته رسیږي.
دکورنیوچارووزارت دچارودښه سمون اوددرغلیو اوادری فساددمخنیوي په اړوندډیرچارواکي له دندوڅخه لیری کړي دي.
له دندي څخه دګوښه شووچارواکونومونه په لاندي ډول سره دي!
۱:مل پاسوال ګل آقاروحاني دعامه ساتنې دقطارونودامنیت مشر
۲:مل پاسوال محمدنادردمیدان وردګو دقطارونو دقطعې قومندان
۳:سمونوال شیرشاه دغزني دقطارونو دقطعې قومندان
۴:سمونمل فضل احمددزابل دقطارونو دقطعې قومندان
۵:سمونوال وزیراحمد دقندهاردقطارونو دقطعې قومندان
۶:سمونوال محمدګل دهرات دقطارونو دقطعې قومندان
۷:سمونوال شاه محمد دشینډنډ دقطارونو دقطعې قومندان
۸:سمونمل فرید احمدد فراه دقطارونودقطعې قومندان
۹:او همدرانګه دیادوولایتونو دامنیه قومندانیوداستخباراتودمدیریتونو عمومي مدیران
۱۰:سمونوال آصف وردګ د(۲۰۲)زون مسوول
۱۱:سمونوال سیدمحمددمرکزداپاراتو مدیر
۱۲: سمونوال شاه آقا دافسرانو دسوانح مدیر
۱۳:سمونوال عبدالعلیم دساتنمنانو دسوانح مدیر
۱۴:سمونوال آصف سهاک دکورنیوچارو وزارت دپيژنتون دعمومي ریاست دسرحدي او عامه نظم دبرخې مسوول
۱۵:سیداکبرشاه تابش دګمرکونو دپولیسو دقطعې قومندان
۱۶:دفراه تورغونډۍ اواسلام قلعه دګمرکونو امنیتي چارواکي
۱۷: حیات الله دتورخم کمیسار
۱۸: سمونیاربازحسین دبدخشان دنسي اودروازکمیسار
۱۹:سمونوال توریالی دڅلورم لمبرزون مرستیال
۲۰:سمونمل عصمت الله دکلاته دکنډک قومندان
۲۱:امان الله د فراه دڅلورم کنډک دټول قومندان
۲۲:دکورنیوچارو وزارت دري نورلوړپوړي چارواکي هریو سمونمل محمد رحیم، توریالی او محمدداوود
۲۳:دکابل ولایت دسروبي، خاک جبار، موسهي دامنیې قومندانان اودجنایي جرمونو سره دمبارزې مدیران
۲۴:سمونمل امین الله دهرات دامنیه قومندانې دترافیکو مدیر.
په دغه حکم کې دهېواد زیاترو امنیه قومندانانو ته اخطارورکړل شوي،ترڅو په خپلو ادارو کې دفسادورکیدو اودخپلو سیمو دامنیت په ټینګولوکې جدي ګامونه پورته کړي.
دکورنیوچاروسرپرست وزیردهرات دسرحدي څلورم زون قوماندان مل پاسوال شیر احمدملداني ته جدي یادونه کړي،چي په خپله اداره کي دفساد،قاچاق اومخدرو توکودمخنیوي لپاره هڅي ګړندی کړي.دکورنیو چاروسرپرست وزیرددي قطعي دوه قوماندانان سمونیارعبدالحي اوګلب الدین له دندو څخه لیري کړي دي.
همدارنګه دکورنیو چاروسر پرست وزیردهلمنداوخوست ولایتونو دامنیه قومندانانوته هم جدی یادونه شوي ،چي په خپلو اداروکي اصلاحات راولي . دبغلان امنیه قوماندان ته یوه اووني وخت ټاکل شوي،چي دبغلان ولایت دلويي لارو اوددوشي دامنیت ساتنه تامین کړي.
دکورنیو چاروسرپرست وزیرمجتبی پتنگ،دقندهار، هرات، فراه، نمیروز، بادغیس، هرات، بغلان، لوگر او ننگرهار دامنیه قوماندانانو ته یوه اوونې وخت ټاکلي،چي دلویولارودامنینت چاري سمبالي کړي اوکنه له دندو څخه به ګوښه شي.
سرپرست وزیرمجتبي پتنګ دوردوج، وایگل، چپه دره، گیان، غورماچ، چرخ، کجکی، پساوند، دولینه، خروار، اندر، اجیرستان، کوفاب، اشکاشم او شیرزاد دولسوالیو امنیتي چارواکو ته لارښوونه کړي،چي ددوی اړوندوسیمو کي دامنیت چاري تآمین کړي.