خيبر ايجنسۍ کې ۲۲ جسدونه موندل شوي
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
پېښور:په خيبر ايجنسۍ کې د ۲۲ کسانو جسدونه موندل شوي، چې په ډزو وژل شوي دي. د دغې ايجنسۍ يوه چارواکي څرگنده کړې چې د پنجشنبې په شپه له باړې بازار نه څو کيلومتره لرې په اکاخيل سيمه کې د ۲۲ کسانو مړي چې نه پېژندل کېږي، موندل شوي دي.ده ويلي تر اوسه نه ده معلومه چې دغه کسان څوک دي او دوی چا وژلي، خو ظاهرآ داسې برېښي چې دغه کسان د امنيتي ځواکونو په روانو عملياتو کې وژل شوي دي.د ده په خبره ټول جسدونه زيات مسخه شوي او همدې يې پېژنده سخته کړې ده. بل خوا د باړې ځايي خلک وايي وژل شوي ټول طالبان دي، چې د امنيتي ځواکونو له لوري د بېلابېلو عملياتو پر مهال نيول شوي دي. خو په رسمي ډول دا ادعا نه ده تاييد شوې.