کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغانستان ، کرکټ او ملي اتلولي ( ګل اغا احمدي وردګ)

افغانستان ، کرکټ او ملي اتلولي ( ګل اغا احمدي وردګ)

دکرکټ ملي لوبډله اتله شوه (راپور، ويډيو، عکسونه او تبصرې)  


ملي لوب ډله که ملي وياړ ؟  ( د ميرولي خان لکڼوال  ليکنه )          


دا چا د کرکټ لوبغاړي په تش جيب لېږلي وه ؟ ( حبيب الله غمخور)  



ګل آغا احمدي وردګ


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په دې و توانیده چې د انګلستان په جرسي ټاپو کې د روان ۱۳۸۷ کال د غبرګولي په ۱۱ چې د ۲۰۰۸ میلادي کال د مې له ۳۱ نیټې سره برابره ده د نړۍ د څلورو ټاپو وزمو د ۱۲ هیوادونو د کرکټ په سیالیو کې نړیواله اتلولي د افغانستان لپاره ځانګړې او خپل ګران هیواد ته د اتلولۍ د کپ په راوړلو بریالۍ شي.


د تاریخي ویاړونو، خوښیو او شکرونو ځای دی چې زموږ هیواد له یوې اوږدې غمیزې وروسته په بیړه بیړه د دې جوګه کیږي چې د خپلو زیارکښو بچیانو پر مټو په نړیوالو ډګرونو کې د ویاړونو د سیالیو ډګرونه فتح او لویه بریا ترلاسه کوي.


له ټولو مخکې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړو، د کرکټ د فدراسیون رییس او ټول  افغان برمیال ملت ته د دې سترې بریا له امله مبارکي وړاند کوم او هیله من یم چې د بریالیتوبونو دغه روښانه لړۍ به افغانستان ته له هراړخیزې سولې سره یو ځای د ژوند په ټولو ډګرونو کې د پراختیا په لوري ګړندي ګامونه پورته کوي. باید وویل شي چې د ۱۳۸۶ د لړم د میاشتې په ۱۱ نیټه هم د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په کویټ کې د لسو آسیایي هیوادونو لکه افغانستان، عمان، نیپال، قطر، عربي متحده امارات، کویټ، هانکانګ، سینګاپور او سعودي عربستان د شلو اورونو د کرکټ په سیالیو کې د اتلولۍ مقام ترلاسه کړی وو.


د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د غړو نومونه
لازمه ګڼم چې د خپلې لیکنې په دې برخه کې د هغو ویاړمنو لوبغاړو، چارواکو او روزونکو نومونه د عزت په ټکو یاد کړم چې افغانستان یې د کرکټ په ډګر کې د اتلولۍ مقام ته رسولی او د دې هیواد نوم یې په ټوله نړۍ کې لوړ کړ. باید ووایم چې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د غړو ترکیب په لاندې ډول دی البته هغه کسان چې په وروستیو سیالیو کې د ګډون لپاره د انګلستان د جرسي ټاپو ته تللي او اتلولي یې په د هیواد په برخه کړیده:


د افغانستان د کرکټ د فدراسیون رییس او سلاکار وزیر ښاغلی شهزاده مسعود، د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان نوروز منګل، کریم صادق، اصغر ستانکزی، محمد نبي، نورعلي ځدراڼ، رییس احمدزی، ګلبدین نایب، بشیر ستانکزی، سمیع الله شینواری، احمد شاه، هستي ګل عابد، حمید حسن، دولت احمدزی، جلات خان ناصری، رشید ځدراڼ او د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې روزونکی ښاغلی تاج ملوک دي. 


د افغان لوبغاړو د بریالیتوب راز
دا چې افغانستان او د دې هیواد د کرکټ ملي ټیم د خپلو داسې ناڅیزو امکاناتو په درلودلو سره د دې جوګه کیږي او په نړیوالو سیالیو کې د مسلسلو اتلولیو نښانونه د خپل ویاړونو په ټټر ټینګوي چې د نړۍ د نورو هیوادونو د امکاناتو سره په هیڅ توګه د پرتلې وړ نه دي افغانانو ته  د ویاړ او شکر  ځای دی. د دې بریاوو تر شا چې کوم رازونه پټ دي د هغه حقیقي درک یوازې د ځمکو او آسمانونو خالق ته معلوم دي چې انسانان یې له درک څخه عاجز دي. خو د همدغه لایزال ذات په لارښوونه انسانانو ته هم په داسې مواردو کې د سوچ کولو نړۍ پرانیسې ده چې هر څوک یې د خپل استعداد په وسیله را وسپړي.


زما په آند د افغانانو د دې ډول بریاوو راز په لاندې څیزونو کې پوښلی دی:


لومړی: غوره استعداد او وړتیا
دا خبره د نړۍ زیاتو خلکو ته جوته شوې ده چې افغانان د ستونزو د زغملو او له ګواښونو څخه د روغ وتلو په ډګرونو کې د خپلې وړتیا امتحان ورکړی دی او همیشه د خپلو هڅو په لړ کې د بریالیتوب سرحد ته رسیدلي دي چې د څو تیرو کلونو پیښو دغه حقیقت نور هم د نړۍ خلکو ته جوت کړ. خو که په دې لړ کې د علم، تخنیک، پوهې، زده کړې، کار او لوبو ډګرونو ته مخه کړو نو و به ګورو چې افغانانو په ورته ډګرونو کې هم هغه مهال ښې لاسته راوړنې درلودلې دي چې امکانات ورته برابر شوي دي.


په ۱۳۷۱ کې ما د اسلام آباد د نړیوال اسلامي پوهنتون په هغه کلني کلتوري جشن کې ګډون کړی وو چې هر کال د دې پوهنتون د ادارې، استادانو او محصلینو له خوا په لاره اچول کیږي. په نوموړي کلتوري جشن کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه محصلین د ویناوو، شعرونو، ډول ډول کلتوري نندارو او هنرونو د وړاندې کولو په مسابقه کې ګډون کوي چې د نوموړي پوهنتون استادان یې ارزیابي کوي. په یاده شوې نیټه د نوموړي پوهنتون رییس چې مصری دوکتور وو وویل: ( په خدای (ج) قسم یادوم چې زه نه مبالغه کوم او نه دا خبره یوازې د افغانانو د خوښۍ لپاره کوم بلکي د خدای (ج) لپاره یې وایم چې افغانان د بهرنیو ژبو په زده کړه او نطق کې داسې وړتیا لري چې د نړۍ په هیڅ یوه قوم کې یې ساری نه تر سترګو کیږي. همدارنګه نوموړي زیاته کړه چې دلته د چین خلک شته، د پاکستان د مختلفو منطقو محصلین موجودیت لري، د ایران، فلپين، مرکزي آسیا، جنوبي آسیا، اندونیزیا، مالیزیا او د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي خو چې کله عربي یا انګریزي زده کوي نو له ورایه څخه ښکاري چې دا سړی د کوم هیواد یا سیمې دی ځکه چې سیمه ایزه لهجه پکې ډیره زیاته څرګندیږي خو د افغانانو زیاتره محصلین چې کله عربي یا انګریزي زده ژبه کړي په دومره ښکلي انداز سره یې تلفظ کوي چې سړی ورته حیران شي او د ژبې د اصلی خاوندانو سره یې په سختۍ سره توپیر کولی شي چې دا یو ځانګړی استعداد او خدایي لوریینه ده)


پورتنی مثال مې د دې لپاره وړاندې کړ چې افغانانو ته د الله پاک په مهربانۍ ځانګړی استعداد ورکړل شوی او که چیرې یې په مثبته لاره و لګوي نو ډیر ژر د بریاوو هغو هسکو څوکو ته رسیدای شي چې د نورې نړۍ خلک ورته په لسګونو کلونو د رسیدلو هڅه کوي. په دې لړ کې زموږ د کرکټ د ملي ټیم حیرانوونکې او پرله پسې بریاوې د پورتني حقیقت شاهدانې دي. همدارنګه نوموړې بریاوې موږ ته داسې زیری راکوي چې افغانان به د خپل خدای ورکړي استعداد په بنسټ او برکت آخر د دې جوګه شي چې هیوا ته د سولې په راوړلو کې د کرکټ د اتلولۍ په څیر لویه بریا تر لاسه، خپله وروګلوي ټینګه، هر اړخیز پرمختګ به را بولي او هیواد به د روان ناورین څخه د آبادۍ په لاره بیايي.


دویم:  ټینګه عقیده، دعا او محکم باور
د مومن انسان بریالیتوب په ټینګه عقیده، کلک باور او نه ماتیدونکي هوډ کې دی چې الله پاک ته د سختۍ پر مهال د عجز دعا وکړي او د خپل بریالیتوب د لاسته راوړلو ځولۍ د هماغه رب ستر حضور ته و غوړوي.


لکه چې له عکسونو ځینې ښکاري د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ځوانو لوبغاړو به د انګلستان د جرسي په جزیره کې له خپلې  هرې لوبې څخه د مخه یو ځایي دعا کوله، خپل بریالیتوب به یې غوښت او د مهربان خدای (ج) دربار ته به یې د بري دعا، هیله، تمه او ننواتې په خپلو ویاړمنو منګولو کې وړاندې کوله. افغان لوبغاړو په خپله بریا باندې کلک باور درلود او په پاکو زړونو یې د اتلولۍ د بري په لوري زیار ویست.


دریم: د ملت یووالی، هغمږي او مشترکه دعا
په دې کې شک نشته چې د ولس همغږي د یوه هیواد د برخلیک په ټاکلو کې مهم او ټاکونکی رول لري. که له ځینو ځاصو کړیو تیر شو چې په افغانستان یې هیڅ وخت ښه ورځ نه لوریږي او هیڅکله د ملت په خیر نه دي نور نو په ټولیزه توګه افغان ویاړلي ملت خپلو لوبغاړو او ملي ټیم ته د بریاوو دعاوې کولې. همدارنګه کله چې د جرسي په ټاپو کې د کرکټ د لومړیو لوبو پایلې اعلانیدې او د افغان ویاړلي ټیم د مسلسلو بریو خبرونه یې ورکول نو ورسره ورسره د ملت د هیلو غوټۍ له بل هر وخت زیاتې د بریاوو د سباوون په لوري غوړیدلې. هر افغان دعا کوله چې یا الله د دې سپیره، ځپل شوي او خوار خو قهرمان ولس زلمیان د خپلو بریاوو په وریښمینو پیڅکو کې را و نغاړه څو د افغانستان د اتلولۍ آواز په ټوله نړۍ خپور شي.


د بینوا بریښنا پاڼې د مسوولینو له خوا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته د دعا غوښتنه شوې وه چې په ډیر اخلاص او صداقت سره سلګونو هغو افغانانو خپل ټیم ته دعاوې کړې وې چې انټرنیټ ته لاس رسي لري. چې موږ په خپل وار د ښاغلي خالد هادي دغه راز نوښت ستایو او هیله من یو چې وخت پر وخت هیواد ته د سراسري سولې د راتللو په لاره کې د دې ډول دعاوو سلسلې ته دوام ورکړي ګوندي وي چې د لوی رب په دربار کې مو دعاوې قبولې شي او موږ هم د یوه سوله ایز، پرمختللي او ویاړلي ملت په توګه یاد شو. همدارنګه ګران افغانستان د خپلو بچیانو په همت د ژوند له هره اړخه داسې سمسور وي چې په نړۍ کې یې ساری نه لیدل کیږي.


څلورم: کار، نظم، همکاري او اغیزمنه رهبري
د انګلستان د جرسي د ټاپو د لوبو په سلسله کې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم ثابته کړه چې دوی که څه هم چې له مادي اړخه د نړۍ د نورو ټیمونو سره په هیڅ راز د پرتلې وړ نه دي خو د سخت کار، ریښتنو هلو ځلو، کلکې همکارۍ او اغیزمنې رهبرۍ څخه برخمن دي چې پایله یې داسې یوه اتلولي وه چې ټولې نړۍ ورته ګوته په غاښ نیولې او د ملي لوبډلې غړو لوی خدای ته د شکرانې د سجدو، د خوښۍ د اوښکو او ملي اتڼ په وسیله د لوبو په ډګر کې و نمانځله او د ملت د هر وګړي زړه ته یې لاره وکړه.


سالمه رهبري، ښه اداره، اغیزمن نظم، خپل منځي همکاري او موثره رهبري له هغه تصویر څخه ښه معلومیږي چې د افغانستان د ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي د خپل کپتان، روزنکي او د هیواد د کرکټ د فدراسیون د رییس سره د ټولیزې دعا کولو په حال کې ښکاري په دې هکله د بي بي سي بریښناپاڼې د پښتو پروګرام په برخه کې هغه عکسونه کتلی شی چې په لیکه شوي دي. د افغانستان ولس د بي بي سي د پښتو څانګې له ټولو ژورنالیستانو او خبریالانو څخه د زړه له کومي مننه کوي چې د جرسي د لوبو او د افغان ملي ټیم خبرونه یې په خوښۍ او بیړنۍ توګه مینه والو ته خپرول.


بل دا چې ښاغلي شهزاده مسعود هم دغه خبرې ته اشاره وکړه چې افغان لوبغاړو به د پیسو د نشتوالي له کبله د ورځې یو ځلې یوازې د کچالو چپس واخیستل، پرې راټول به شول او هغه به یې په مشترکه توګه و خوړل. خو د افغان لوبغاړو لپاره ډوډۍ مهمه نه وه او حتی په داسې شکل یې خپلې لوبې ته دوام ورکاوه چې د وجود اندامونو به یې درک کاوه چې د کرکټ د ملي اتلولی ستوری ښاغلی هستي ګل د دې ډول قربانۍ یو لوی مثال ګڼلی شو چې د لوبې پر مهال یې یوه مټ درد کاوه خو لوبه یې پرې نه ښوده. 


پنځم: خپل مسلک ته ژمنتیا
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د هیواد د خراب اقتصادي حالت، د مناسبو ډګرونو د نشتوالي او ګڼو ستونزو سره سره خپل فعالیت ته په شانداره توګه دوام ورکوي چې نمونې یې په دوو ګونو نړیوالو کې له ورایه څرګنده شوه.


د افغانستان د ملي ټیم ځوان ستوري له خپل مسلک سره ځانګړې مینې او ژمنتیا د بري دغه راز سرحد ته رسولي دي چې نن په نړیواله کچه داسې ځلیږي چې د هیواد نوم یې د ویاړونو په تاریخ کې په لیکه کړ.


موږ په داسې حال کې چې د  افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړو او ټول افغان ولس ته یو ځلې بیا د دې شانداره بري مبارکي وایو د هیواد له چارواکو غواړو چې زموږ د اتلولۍ ستوري و نازوي، د هیواد په داخل کې لازمې آسانتیاوې ورته برابرې او د ستونزو په لرې کیدو کې ورسره مرسته وکړي. ګوندي وي چې دغه لوی بری په ټول هیواد کې د سراسري سولې او هراړخیزې پرمختیا سبب شي.


تل دې وي افغانستان
سرلوړي دې وي زموږ د کرکټ د ملي ټیم اتل ستوري