کور / کیسه / معاش

معاش

کيڼه پښه مې له وطن او اسلام  څخه د دفاع په لاره کې پرې شوې وه .

خپلې معيوبۍ ډېر ځورولم ، خو ددې لپاره نه چې ځواني يې را  خرابه کړې وه ، ځورېدم په دې چې کار راته نه پيداکېده او سوال مې غرور نه منه .
 ښه شوه ، اوسني حکومت کې د جهادي مشرانو له برکته موږ ته هم پام وشو او د شهداو معلولينو په وزارت کې مې نوم ثبت او ٣٠٠ افغانۍ مياشتنۍ  معاش را حواله شو .
خپلې درې مياشتني معاش پسې څو ځلې په ټکسي کې تر وزارته لاړم ، خو هره ورځ يې په نن سبا تېر ويستلم .
دا ځل بيا   يوه ميز ته  ، چې پر سر يې د يوه جهادي قوماندان عکس په ښيښه يې چوکاټ کې بندو ،  ودرېدم .
 د ميز تر شاه ناست کس ، ډېر ځنډ وروسته راوکتل ، زړه يې غوښتل څه وه وايي خو ماخبره ورپرېکړه :
 دا څو ومه اونۍ ده چې وزارت ته ځم راځم  اخر زما معاش راکوئ او کنه ؟
 هغه ځواب راکړ : تاسو ګوډان په خبره نه پوهېږئ .
 ما ويل په کومه خبره ؟
__ دا جهاد او مقاومت ماهم کړى ،  ستا چې په معاش ګو زاره نه کېږي ، زموږ هم پرې نه کېږي .
_   له ما څه غواړې ؟
 قلم يې راوخيست ، د ميز پر سر په پرته پاڼه يې ٥٠٠ وليکل او بيا يې وويل :
 دا راکړه چې معاش دې درکړم   .
 ماسره له دېخوا د کرايې پيسې نه وې پاتې  ، وړيا چا وړلم نه  مجبور وم  ياد شوې رقم مې ورکړ او پاتې معاش مې په کرايه کې لاړ .


 

تبصره نسته

  1. له ډيره وخته د پياوړي قلموال نعمان دوست شهکارونه په ډيره مينه لولم . کله چي څو اوونۍ واوړي او بيا هم د دوست صېب له خوا نوې ادبي ټوټه ونه ولم تنده مي زياتيږي .نعمان دوست په پښتنو ليکوالو اديبانو او کيسه ليکونکو کي زما لپاره څانګړی څای لري ، په لنډه ټوټه ، څرګندو ټکو ، روانو خبرو کي هر عام وګړی د خپل هيواد او هيوادوالو دردونو ته متوجې کوي .
    پر قلم مو برکت ، لا پياوړی ، سرلوړﺉ او غښتلی اوسﺉ .
    په درناوي
    د لراوبر ويبپاڼي همېشنی همکار ( شفيق په لندن کي )