کور / خبرتیا او پيغامونه / دمیرمن ټولنیزـ کلتوري بهیر خبرتیا

دمیرمن ټولنیزـ کلتوري بهیر خبرتیا


میرمن ټولنیز کلتوري بهیر دبهیر غړو او ټولو خویندو ته خبر ورکوي چې دبهیر راتلونکې غونډه دځینو تخنیکي ستونزو له کبله داستقلال لیسې په تا لار کې نه بلکې د داطلاعاتو او کلتور وزارت په لوی تالار کې دشنبې ورځې دماسپښین په دوه بجو جوړیږي. 
په دې غونډه دمیرمنو اړوند ټولنیزو او کلتوري مسلو سربیره مشاعره هم په پام کې نیول شوې ده.
له ټولو قدرمنو خویندو څخه په ډیر درنښت هیله کیږي چې د ۱۳۸۷ کال دغبرګولې په ۱۸ نیټه دشنبې ورځې په دوو بجو داطلاعاتو کلتور وزارت تالار ته تشریف راوړي.



دمیرمن ټولنیز – کلتوري بهیر کار ډله