کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ازادي او زموږ (( ازادي )) ؟ د عبدالهادي حيران ليکنه

ازادي او زموږ (( ازادي )) ؟ د عبدالهادي حيران ليکنه

عبدالهادي حيران
د نولس سوه پنځه پنځوس کال د دسمبر لومړۍ نېټه وه چې د امريکا د الباما ايالت د منټګمري په سيمه کې څلور سپين پوستي امريکايان يو بس ته وختل. د بس مخکيني سيټونه ډک وو او په اخرني سيټونو کې څلور تورپوستي ناست وه. د قانون له مخې بايد تورپوستي کسان پاڅېدلي واى او سپين پوستي کېناستلي واى ځکه چې تورپوستي په ګرده امريکا کې د کمې درجې انسانان يا غلامان ګڼل کېدل او قانون ورسره جلا چلند کاوۀ. درې تنه تورپوستي په خپله پاڅېدل او خپل سيټونه يې سپين پوستو ته پرېښودل خو يوې ښځې چې (روزا پارکس) نومېده داسې ونکړل. د بس چلوونکى پاڅېدۀ او هغې ته يې وويل چې خپل سيټ سپين پوس
 تي ته پرېږدي خو (روزا پارکس) انکار وکړ او خپل سيټ يې سپين پوستي سړي ته پرېنښود. دا يو جرم و چې له امله يې هغه ونيول شوه، مګر د هغې نيول کېدل په امريکا کې د يو انقلاب پېلامه وه.
دې پېښې يو ستر انقلابي غورځنګ وزېږاوۀ، شل ورځې د منټګمري د بس څخه تورپوستو مقاطعه وکړه، په محکمه کې يوه لويه قضيه وچلېده، تورپوستو په ټوله امريکا کې لاريونونه او مظاهرې  پېل کړې، مارټين لوتر کېنګ (کشر) د يو انقلابي اتل په توګه راښکاره شو، او بالاخر په کال ١٩٥٦ميلادي کې د پرله پسې لاريونونو، مظاهرو او هلو ځلو څخه وروسته محکمې د بسونو دغه قانون ختم کړ. خو د تورپوستو د ازادۍ تحريک په دې ځاى تم نۀ شو، بلکې لا پسې تېز شو، ان تر دې چې تورپوستو د امريکا په قانون کې د سپين پوستو برابر حقونه ترلاسه کړل او نن د دې خبرې زيات امکانات ليدل کېږي چې د روان کال په Ù
 �اى کې يو تورپوستى باراک حسېن اوباما د امريکا ولسمشر انتخاب شي.
تورپوستو سره د ازادۍ په دې مبارزه کې نۀ د روس مرسته وه او نۀ د افريقا کوم هېواد دوى سره اړيکې لرلې. نۀ پکې عامه وژنې وشوې او نۀ ښوونځي، کلينکونه او د عامو خلکو پکار راتلونکي ځايونه وسوځول شول. نۀ د چاودنو او ځانمرګي بريدونو اړتيا پېښه شوه او نۀ د خلکو د حلالولو تجربې وشوې. وجه دا وه چې په دغه مبارزه کې يواځې د هغو خلکو لاس و په چا چې ظلم شوى و، چا چې غلامي تېره کړې وه، چا چې سختې ورځې ليدلې وې، او دغو خلکو مبارزه د خپل ځان، د خپل ژوند، د خپلو حقونو او د خپلو ګټو په خاطر کوله. نۀ ورته د چا لخوا پېسې او وسلې ورکول کېدې او نۀ يې د چا لپاره خپله مبارزه بدنامو


 له. د (روزا پارکس) په نامه هغه زړه وره ښځه چې د ازادۍ د دې تحريک لومړۍ تيږه يې ايښې وه، د ١٩٥٥ ميلادي څخه وړاندې د دې حقداره نۀ وه چې په هغه بس کې په سيټ کېني په کوم کې چې سپين پوستي ولاړ وه، يا په هغه هوټل کې ډوډۍ وخوري چې سپين پوستو پکې خوراک کاوۀ، يا د يو سپين پوستي د ظلم او تېري شکايت محکمې ته يوسي، خو د دغې مبارزې څخه وروسته هغې ته د امريکا تر ټولو لوئي درناوى ورکړاى شو، هغه د ټولنيزې ازادۍ مور وبلل شوه، هغې ته تر ټولو سترې جايزې ورکړاى شوې، هغې ته د شاوخوا شلو پوهنتونونو لخوا امتيازي سندونه ورکړاى شول او هغه د شلمې پېړۍ د هغو شلو وګړيو څخه وګڼل شو
 ه چې په نړۍ کې يې ستر بدلونونه راوستي شي.
اوس زمونږ د هېواد افغانستان د ازادۍ د مبارزو په لړۍ يو نظر واچوئ. د څو سوو کالو راهيسې جګړې، نښتې، تېري، عامه وژنې او د يو او بل هېواد لاسوهنې. افغانان مړۀ کېږي او افغانستان ورانېږي. چې د انګرېز څخه ازادي ترلاسه کړو نو روس يرغل وکړي. د روس د يرغل نه خلاص شوي نۀ يو چې امريکا راشي. د امريکا نه وروسته به لا کومه بده پېښېږي! په منځ منځ کې چې د لږې مودې لپاره افغانستان او افغانان د خپلو رهبرانو په لاسونو کې لويدلي دي نو د هغوى کارنامې خو الامان والعياذ!   د يادولو نۀ دي. داسې ولې ده؟


ځکه چې دغه جنګونه هغه روح نۀ لري کوم ته چې د ازادۍ مبارزه ويل کېږي. دا په حقيقت کې د نورو هېوادونو د ګټو لپاره په سپېڅلو نومونو د خپلو خلکو وژل، د خپل هېواد ورانول او د خپلو ملي ګټو پر ضد کار کول دي. راځئ په دې غور وکړو چې ولې مونږ د يو ښامار نه ځان خلاصوو نو د بل خولې ته غورځېږو؟ ولې زمونږ مبارزه هيڅ ګټه نۀ راوړي؟ او ولې مونږ د سوونو کالو د مبارزو راهيسې په هماغه يوۀ حالت کې پراتۀ يو؟ ولې مو ورځ نۀ ښه کېږي؟ چېرته خو څۀ علت شته چې دقيق غور ته اړتيا لري .