کور / تازه خبرونه / دامریکادبهرنیوچارووزارت دافغانستان دقضايې سیستم په بیارغولوکي(۵۰)میلیونه ډالره بیځایه مصرف کړيدي

دامریکادبهرنیوچارووزارت دافغانستان دقضايې سیستم په بیارغولوکي(۵۰)میلیونه ډالره بیځایه مصرف کړيدي

واشنگتن :-په افغانستان کي دیوي عامي څیړونوپربنسټ په یوه رپوټ کي راغلي چي دافغانستان دقضآیې تفتیش اوڅیړنو دبیا رغوني لپاره امریکائیانودخپلو مالیي پیسو څخه (۵۰)میلیونه ډالرځانګړي کړي وو،ولي ددغو پیسودلګیدلو اومصرفولو هیڅ نښي او نښاني نه لیدل کیږي .
د«راشاتودی» په یوه رپوټ کي راغلي دي چي،دامریکادولت دقانون دټینګولو اوپلي کولوکولو لپاره ددي (۵۰) میلیونوډالرودتړونونوپه اړونددغه پیسي د قضآیې سیستم دپرمختیالپاره نه دي لګولي.
دامریکادبهرنیوچاروزارت دحقوقودپراختیانړیوال سازمان ایدلو(International
Development Law Organization)(IDLO)
ته ددغوپیسو تخصیص ورکړی وو،کوم چي دایټالیاپه پلازمینه د(روم )په ښارکي موقیعیت لري.
دغه بودیجه په داسي حال کي دغه سازمان ته په لاس کي ورکړل شوه ،چي دنظارت اوکنترول هیڅ نښي اونښاني یې نه لیدل کیږي. په افغانستان کي د(SIGAR) په نامه ددي سازمان عمومۍ مفتیش«جان سوپکو» دامریکادبهرنیوچارووزارت ته ددي پیسوپه اړه یولیک لیږلي اوویلي دي،چي دڅیړونولړۍ اوس تیاره نه ده،چي ددي پیسودلګولولپاره اړوندي اداري ته پوره مالومات ورکړي ،ځګه چي موږنه پوهیږوچي دغه (۵۰) میلیونه ډالره څنګه او چیري مصرف شول؟.
په دغه لیک کي راغلي،چي دبهرنیوچارووزارت دحساب اوکتاب لرویه (۴۷،۸) میلیونه ډالردامریکایې وګړودمالیي څخه دي سازمان ته ورکړی دي.په راپورکي راغلي چي ددي پیسو تړون ډیري نیمګړتیاوي درلودي.په لیک کي راغلي چي امریکامخکي هم دي سازمان ته د(۳۱۵،۳) میلیونه ډالر ورکړي وو، چي دغه تړون هم دنیوکي سره مخامخ دی.
دامریکا دبهرنیوچارووزارت د(۲۰۰۱) کال راپه دي خواه دافغانستان دبیارغوني په پروژوکي د(۱۴۰) قراردادونوله کبله لږاوډیر یومیلیاردډالرورکړي دي،مګرددغو پیسو دلګولو اوڅیړونو په اړوندتراوسه پوري د(۹۹) ټړونونوپه هکله دحساب کتاب دپلټنواوڅیړونولړۍ نه دي پیل شوي.
په داسي حال کي چي دافغانستان په جنوبی اوغربي برخو کي پنتاګون هم د(۳۴) میلیونو ډالرومصرف کړي دي ،ولي دلګولو سندیې نشته .