کور / شعر / ارامه کینه

ارامه کینه

دتیارې اونور ګرداو

ارامه کینه
هېڅ مه وایه
ژاړه مه ، سترګې دې هم مه رپوه
ته مې کلونه وروسته
هاغسې ښکلې مخامخ ناسته یې
غواړم باور وکړم ، چې خوب نه وینم
+++
پریږده چې سترګو ته دې مخامخ په ځير وګورم
هېڅ په کې نه دي بدل
بس دځوانۍ دهاغې شوخې جلوې ځای تش دی
یوه مرموزه خواشیني په کې څپې څپې ښکلا ویشي
+++
په تورو زلفوکې دې تارتار حنايي کرښې …
پوهیږمه دڅه نښې دي
هیڅ پسې مه ګرځه ، ژوندون بس همدغه شیبه دی
پراننګو دې هم داوښکو دتڼاکو پښو پلونه وینم
شونډې دي لاهم دگلاب تر پاڼو نرمې ښکاري
هیڅ مه وایه
خیر دی ،بس یو څو شیبې ارامه کینه
لاهم حیران یم ، چې داته یې ؟
که په خوب دې وینم ؟
لاهم چې موسکه شې
پرمخ دې
دغوټۍ په څېر دسیوري او رڼا ترمنځ ګرداو جوړ شي
داسې تصویر مې لاهم وژني ، زړه مې وتخنوي
نه ، ته په ویښه مخامخ نا سته یې
پام !
ګیلې پریږده !خیر دی هېڅ مه وایه
غواړم باور وکړم چې خوب نه وینم
غواړم داومنم چې بخت مې ویښ دی
اوبدمرغي مړه شوې …
هو!
ته په ارامه کینه
هېڅ مه وایه
ژاړه مه ، سترګې دې هم مه رپوه
ته مې کلونه وروسته
هاغسې ښکلې مخامخ ناسته یې
غواړم باور وکړم ، چې خوب نه وینم

۱۳۹۲- اسد- ۳