کور / خبرتیا او پيغامونه / دتراویــــح لمانځه اوقران عظیم الشان دختم خبرتیــــا

دتراویــــح لمانځه اوقران عظیم الشان دختم خبرتیــــا

دمیرویس نیکه په جامع جومات کې دیوافغان امام په خواږه اوزړه وړونکي غږ دقران عظیم الشان ختم ترسره کیږي.

دجرمني په بایرن آیالت مونشن ښارکې دافغانانو اسلامي مرکز د(میرویس نیکه جامع جومات)مسؤلین ټولومونشن مېشتواومونشن ښارته څېرمه عزتمنوخویندو اووروڼوته په خورادرناوي خبر ورکوي څو د راروانې یکشنبې په ماخستن چې داګست میاشتې له څلورمې نېټې سره سمون خوري دشپې له لسنیمو بجو څخه وروسته د تراویح لمانځه په جریان کې دقران عظیم الشان ختم چې دروژې مبارکې له لمړیو پیل شوی و سرته رسیږي.

هیله ده تاسې درانه هیوادوال تشریف راوړئ او له موږ سره ددې بختور ماخستن په ثوابونو کې ځانونه شریک کړئ.

یادونــــــــــــــــــه:

دمیرویس نیکه جامع جومات مسؤلینو ستاسو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي موږ به لا زیات خوښ شو که تاسو روژه ماتي ته هم تشریف راوړئ ځکه چې د تل په څېر زموږدجامع جومات دستارخوان ستاسو په خدمت کېهواردی .

پتــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه:

Machtlfinger Strasse 10
Ubahn 3 80379 – München

دمختل فنګ سیمه دمونشن ښارپه سوهیل کې پرته ده