کور / تازه خبرونه / دافغانستان په ختیځ کي دناټوځواکونو دوه سرتیري ووژل شول

دافغانستان په ختیځ کي دناټوځواکونو دوه سرتیري ووژل شول

په افغانستان کې میشت سوله ساتي ځواکونه وایي، چې ددوی دوه سرتیري د افغانستان په ختیځ کې وژل شوې دي.
دیکشنبې په ورځ دآیساف درسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه سرتیري د ماین چاودنې له امله دافغانستان په ختیځ کې ووژل شول.
دخبرسرچینه زیاتوي:دغه دوه عسکردافغانستان په ختیځو برخو کې دماین دچاودنې پرمهال ووژل شول.تیره اونۍ هم آیساف دافغانستان په ختیځو سیمو کې دخپلو دریو سرتیرو وژل کیدل تاییدکړې وو.
دیادو ني وړده ،چي په روان میلادي کال کې دبهرنیو سرتیرودتلفاتو شمیر (۱۰۵)تنوته ورسیدي.