کور / اسلامي / روژه په نورو مذهبو کي دوهمه برخه پرله پسې ١٨٨ برخه

روژه په نورو مذهبو کي دوهمه برخه پرله پسې ١٨٨ برخه

روژه په نورو مذهبو کي
ليکوال : الحاج مولوي محمد مجاهد
خپرندوى : عطاء الله محمدي
څانګه: لراوبر کندهار
دوهمه برخه:
د يونان، مصر او فارسي مذهب روژې
په يونان کي پر ښځو باندي د يوه مخصوص تاريخ روژه فرض وه، مصرانو هم په پخوا يا قديمه زمانه کي يو څه روژې نيولې او په فارسي مذهب کي هم د هغه مذهب د پېشوا پر ذمه باندي روژې وې.
د يهودو روژې:
په يهودو کي هم روژه وجود لري حضرت موسى عليه السلام چي کله د کوه طور ته ولاړى هلته ئې څلوېښت ورځي تېري کړلې د دغي واقعې په لمانځلو سره دوى څلوېښت روژې نيسي، په يهوديت کي د دغو روژو د نيولو په باره کي ډېر تاکيد کېږي.
د دې روژو څخه ماسېوا نوري روژې هم په دوى کي وجود لري.
د عيسائيت روژې:
په عيسائي مذهب کي هم د څلوېښتو روژو روايت سته، خو يهودو د غم په ورځو کي روژې اضافه کړي وې او پر هغو باندي ئې خاص ټينګار کاوه، عيسى عليه السلام دوى د هغو روژو څخه منع کړل مګر د څلوېښتو ورځو روژې په عيسايي مذهب کي هم وې.
د اهل عربو روژې:
عرب هم د روژې سره نا اشنا نه ول، د اسلام ترمخه د مکې خلکو د محرم الحرام د مياشتي د لسم تاريخ روژه نيوله او په همدغه ورځ بې ( به ئې) د کعبې شريفي غلاف ( پوښ) بدلوى او روژه بې ( به ئې ) نيول ١
١: سيرت ا لنبي جلد ٥ صفحه ١٥٠
پاى.
لومړۍ برخه:
ياايهاالذين امنو کتب عليکم الصيام کما کتب على الذين من قبلکم لعلکم تتقون.
ژباړه : اې ايمان لرونکو روژه پر تاسو داسي فرض سوې ده لکه ستاسو څخه پر مخکي امتونو باندي چي فرض سوې وه د دې له پاره چي تاسو پرهېزګاران جوړ سى.
په دې ايات کي يوازي د اسماني مذهبونو يادونه سوې ده د نړۍ د تاريخ مطالعه موږ ته دا راښيي چي روژه پر هر وخت کي او په هر مذهب کي وجود لري.

د هندو مذهب روژه:
د هندواڼو په مذهب کي هر هندو د مياشتي د يوولسم او دوولسم تاريخ روژې ضروري بولي او نيسي ئې، دغه ډول په کال کي څلېرويښت روژې نيسي او همدا ډول ځيني نوري روژې هم د دوى په مذهب کي سته.
د هندواڼو روژو ته برت ويل کېږي.