کور / خبرتیا او پيغامونه / د خپلواکۍ د ۹۴ يمې کاليزې په مناسبت د افغان ملي غورځنګ خبرتیا

د خپلواکۍ د ۹۴ يمې کاليزې په مناسبت د افغان ملي غورځنګ خبرتیا

افغان ملي غورځنګ د خپلو تاريخي وياړونو، تاريخي اتلانو او تاريخي ورځو د نمانځنې په موخه غواړي سږکال د خپلواکۍ ۹۴ يمه کاليزه د اعليحضرت غازي نادرخان د تپې پرسر په ډېرو شاندارو مراسمو ونمانځي. د خپلواکۍ کاليزې د نمانځنې اصلي موخه د اتل ولس د تاريخي کارنامو د ياد له تازه کولو سره په افغان ولس کې د خپلواکۍ د روحيې پياوړي کول او بشپړې او رښتينې خپلواکۍ ته د رسېدو په لار کې د پياوړي هوډ رامنځته کول دي. موږ له خپلو ټولو درنو او ننګياليو هېوادوالو څخه غوښتنه کوو، چې د دغه تاريخي وياړ په نمانځنه کې له موږ سره فعاله او پراخه برخه واخلي او د لا پرتمينې نمانځنې په موخه خپل وړانديزونه او نظريات له موږ سره شريک کړي. ستاسو مرسته او ملاتړ به له ملي وياړونو او ارزښتونو څخه د ننګې په مانا وي.
د خپلواک، سوکاله او سرلوړي افغانستان په هيله!
د افغان ملي غورځنګ فرهنګي څانګه

اړيکې: afgmilighorzang@gmail.com
0700015699, 0794090924, 0700643648, 0787267267