کور / راپور / بلجیم : دافغانانو په جامع جومات کې د قران الکریم ختم تر سره شو

بلجیم : دافغانانو په جامع جومات کې د قران الکریم ختم تر سره شو

تېره شپه د جولای دمېاشتې  یودېرشمه (۳۱) چې د روژې مبارکې مېاشتې له درویشتمې سره برابره وه، د بلجیم هېواد په انتورپن ښار د افغانانو په جامع جومات کې د روژې مبارکې مېاشتې د برکت او فضیلت له مخې د اسلام د سترکتاب پاک قران ختم ترسره شو.

یاد ختم چې د روژې مبارکې مېاشتې له اولې شپې څخه د خوږ ژبې قاري محب الله په امامت پېل شوی و تېره شپه د روژې په درویشتمه د مېشتو افغانانو په ګډون سرته ورسید چې د بلجیم د مختلفو ښارونو څخه مېنه والو پکې برخه اخېستې وه.

د تراویحو دلمانځه او ختم څخه وروسته د نړۍ او افغانستان ټولو مسلمانانو ته د روغتیا، خوشالۍ، مینې، ورورولۍ او اتفاق، شهـــیدانو او له دی فاني دنیا څخه ټولو تللو ته د مغفرت او جنت الفردوس دعاګانو تر څنګ په ګران وطن کې د تلپاتې سولې او امن لپاره ډېرې دعاګانې وشوې.

دختم په ورستۍ برخه کې په انتورپن کې د افغان کلتوري ټولنې په نوښت او د مېشتو افغانانو په مرسته راغلي ګډون کوونکو ته د خوراک او څښاک پروګرام برابر شوی وو او  دیادونې وړ ده چې  دیادې کلتورې ټولنې  لخوا د روژې د لومړۍ ورځې څخه دافغانانو په جامع جومات کې هر ماښام روژه ماتی  برابریږي چې دسلو څخه تر یوسلو پنځوسو کسانو په شاوخوا کې مسمانان ګډون کوي او دا لړۍ به دمبارکې مېاشتې تر پایه دوام لري چې مالي مرسته یې مېشت افغانان او د ترتېب او برابرښت چارې یې د رضاکاره ځوانانو لخوا په خورا مېنه او لېوالتېا ترسره کېږي.

سهــراب سهــار
دافغانانو کلتوري ټولنه،انتورپن، بلجیم