کور / تازه خبرونه / دپکتیکاوالي:دجګړۍ اوسولي دانستیتیوت راپورچي ګواکي په ښوونځیوکي په پردیوژبوتدریس کیږي په کلکه ردوم

دپکتیکاوالي:دجګړۍ اوسولي دانستیتیوت راپورچي ګواکي په ښوونځیوکي په پردیوژبوتدریس کیږي په کلکه ردوم

لراوبر ویب پاڼی ته په یوه رارسدلي لیک راغلي چي ،دپکتیکا والي محیب الله صمیم دجګړې اوسولې انستيتيوت هغه راپورنا سم بولي،کوم چي پکښي راغلي چي په پکتيکا ولايت کې ددولت دوسلوالومخالفينوترولکې لاندې سيموکې ګواکي ماشومان اړيستل کيږي ترڅوپه ښوونځیو کي په اردوژبه زده کړې وکړي.
په راپورکې د يوه پنځلس کلن عمران خان په نوم هلک چې ځان داتم ټولګي زده کوونکی بولي ،دهغه له خولي ليکل شوي چې،دپاکستان دتاريخ په اړه پرخپله زياته پوهه وياړي اودخپل هېواددتاريخ په اړه ورته پوښتنو ته حيرانتيا ښکاره کوي. په ياد راپورکې نورداسې له حقايقوڅخه ليري اونا سم مالومات هم ليکل شوي،چې له امله يې په هېوادکي دننه اوبهردډیروهېوادوالواندېښنې راولاړې کړيدي.
دپکتيکا ولايت سيمه ييزه اداره دخپل مسؤوليت په احساسولو سره ديادراپورټول مواد له حقايقو ليري بولي اوپه سختو ټکو يې غندي. پکتيکا چې دډېورنډکرښې سره( ۳۳۶) کيلومتره اوږده ګډه پوله لري ،په پنځوسرحدي ولسواليوکې کرښې ته نږدې په خپله سيمه کې دټولوښوونځيو څخه یې په پرله پسې توګه څارنه کړي اوپه ډاګه وایې چي په ټوله پکتيکا اوسرحدي سيموکې دا ډول پېښه نده رامينځته شوي ،چې ګواکي ماشومان دي ته اړيستل شوي، ترڅو په اردوژبه زده کړې وکړي.
دپکتیکا ولایت اداره دغه رازادعاوي دګاونډي هېواداستخبارات لامل بولي، ترڅونه نه يوازې دپوځي لارې بلکې دنورولاروڅخه هم په ګټې اخيستنې سره زمونږ دهېوادبنسټونه ويجاړکړي.
ددوی په وینا پرديواستخباراتوپه دې اړه لا له وړاندې په بېلابېلوډولونودپکتيکا ولايت په سرحدونوکې خپلي هڅې پېل کړي،ترڅوداځل زمونږدپوهنې بهيرچې له نېکه مرغه ګړندی روان دی ټکنی کړي اوپه دې اساسوشرايطوکې په هېوادکي دننه اوبهرهېوادوال اندېښمن کړي.
دپکتیکا والي وایې :زه محب الله صمیم دپکتيکادوالي په توګه وټولوهېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې،ديوه ريښتيني افغان اومسؤول په توګه به هيڅ يرغلګرته اجازه ورنکړم ،چې زما په مقدسه خاروه کې دښمن خپلوهدفونواوموخوته ورسيږي اوپه خپل ټول توان سره به هیچاه ته اجازه ورنکړم ترڅو ددوی دا شوم اهداف په آسانۍ سره زموږپه خاوره کي پلي شي.