کور / تازه خبرونه / حامدکرزی دټاکنو دخپلواک کمیسیون کمیشنران وټاکل

حامدکرزی دټاکنو دخپلواک کمیسیون کمیشنران وټاکل

دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزي نن دغوراوي کمیټي له هغو ۲۷کسانو له ډلي څخه (۹) تنه دټاکنو دخپلواک کمېسيون دکمېشنرانو په توګه معرفي کړل کوم چې دغوراوي کمېټې يې تیره ورځ نوملړورکړی وو.
غوراوي کمېټې له حامدکرزي نه غوښتي وو،چې دکمېشنرانوپه غوره کولو کې قومي اوجنسيتي انډول په پام کې ونيسي.دافغانستان د اساسي قانون له مخې ولسمشر واک لري، چې د (۲۷ )کسانو له دغه نوملړڅخه د(۹) تنوکمیشنرانو نومونه غوره کړي.ددغو کمیشنرانودکارموده شپږکاله ده، کله چې دغه کسان ولسمشرتصویب کړل، دوی به وروسته به په خپلو کې خپل مشر او منشي ټاکي.
دکمیشنرانو دغوراوي کمېټه دسترې محکمې، مشرانو جرګې، ولسي جرګې، د بشري حقونو دخپلواک کمېسیون، مدني ټولنې او پر اساسي قانون دڅار کمېټې د مشرانو په غړیتوب جوړه شوې وه.
غوره شوي کمېشنران په لاندي ډ‌ول سره وټاکل شول:
۱:عبدالرحمن هوتکي
۲:سرير برمک
۳:محمد حسين ګرزيواني
۴:محمد عزيز بختياري
۵:قاضي سليمان حامد
۶:محمد يوسف نورستاني
۷:ګلالۍ اڅکزۍ
۸:لیلا احراري
۹:شريفه زرمتي وردګ
د مشرانو جرګي رئیس ښاغلي مسلمیارپه وینا (۳۴۵) کسانو دکاندیدکېدو لپاره فورمې ترلاسه کړې وې،چې ددوی له ډلي نه ( ۲۶۹ )کسانو فورمې ډکې کړې او په لومړي پړاوکې( ۹۸)کسان ترېنه غوره شول.
په وروستي پړاو کې پاتې پنځو غړودرایو په اتفاق دټاکنو دتشکیل اوصلاحیتونو دقانون پر بنسټ، چې په اوومه او اتمه مادو کې یې یادونه شوې،د( ۲۷ )کسانو نوملړدجمهوررئیس دفترته واستاوه.
دجمهوری ریاست دفترنن دغوراوي کميټي د(۲۷) کسانو څخه (۹)تنه دټاکنو دخپلواک کمیسون دکمیشنرانو په توګه وګومارل.