کور / نوميالي / پادشاه خان

پادشاه خان

د شلمي پېړۍ وروستۍ لسيزي د اسلام او ترهګرۍ په ارتباط د نړيوالو له پاره بيخي يوه معما ګرځېدلې وه، ځکه چي په دغه وخت کي د عدم تشدد لوی مبارز خان عبدالغفار خان ژوند کاوه چي په پاچاخان يا فخر افغان سره هم شهرت لري.

دا هغه وخت وو، چي برتانيې د خپلو پولو د پراخولو له پاره لښکري هم رالېږلې وې او په قبايلي سيمو کي ئې کمربندونه تړل او د وخت حکومت د قبايليو په وړاندي د جبر اقدامات هم تصويب کړي ول او په هر اړخيز ډول ئې قبايل د يوې سالمي رهبرۍ څخه بې برخي کړي ول.

دا د رکود ورځي وې، ټولي هيلي مړاوي وې او ټول اميدونه خاوري سوي ول، خو دا د وخت فيصله وه چي دوی ته ئې داسي شخص وړاندي کړ چي دوی ټول ئې له دې حالته  راوايستل او روانو ناخوالو او فريادونو ته ئې د پای ټکی کښېښود.

دا څوک وو؟ دا د ازادۍ د لاري لاروی خان عبدالغفار خان وو، چي په پادشاه خان، پاچاخان او فخر افغان سره هم ياديږي. پاچاخان د ( ۱۸۹۰ م.) کال د جنوري په مياشت کي د محمدزيو د قبيلې د يوځمکوال، بهرام خان چي د پېښور په اتمانزو کلي کي اوسېده دهغه په کورکي دې نړۍ ته سترګي پرانيستې.

بهرام خان د ځمکوالۍ ترڅنګ د خپلي سيمي مشر هم وو او ډېر بهادر او پر اولس مين سړی وو، ځکه خو ئې خپل زوی پاچاخان ته د قوم د خدمت او قوم پرستۍ لار ښودلې وه. پاچاخان يو داسي قامي مشر وو چي يو ځل ئې د اولس د خدمت ټکری پر سر کړ بيا د هيڅ غم او مصيبت په وړاندي دهغه حوصله نه کمېدله، او نه هم د وخت ښکېلاک ګرو ظلمونه دهغه د لاري خنډ ګرځېدل.

خان عبدالغفار خان د وخت د ديني عالمانو او فاضلانو سره ناسي پاستي درلودې او همېشه ئې ددوی نظريات اورېدل ځکه خو ئې له زده کړي سره ډېره لېوالتيا درلوده، او په همدې سبب ئې په پښتونخوا کي عصري مدرسې او مکتبونه پرانستل.

د غفار خان مشر ورور ډاکټر خان په ( ۱۹۰۹ م. ) کال کي دلوړو زده کړو له پاره انګليستان ته و لاړئ او د زده کړو د پای ته رسېدو سره هلته په Hospital Corps   قول اردو کي په دنده وګمارل سو. او په لومړي نړۍ وال جنګ کي ډاکټر خان اکثره وخت د فرانسې په ډګرونو کي د ډاکټر په توګه هم پاته سوی دی.

خو دلته دا خبره د يادولو وړ ده چي ډاکټر خان د برتانوي بيروکراسۍ له مخي چي په طب کي ئې له سند تر لاسه کولو وروسته په پوځ کي دنده اخيستې وه او له هغه نه داهم پټه ساتل کېده چي پلار او ورور ئې څه کارونه کوي خو بياهم تر يو حده ډاکټر خان خبرسوی وو نو ځکه ئې له دندي استعفا وکړه او هند ته راستون سو.

خان عبدالغفار خان همېشه د قام د ښېګڼي له پاره لستوڼي رابډوهلي وه او خپل ټول ژوند ئې هم دغي لاري ته وقف کړي وو، ځکه خو په افغاني ټولنه کي يواځنی شخص دی چي د فخر افغان لقب ورکول سوی دی. د فخر افغان ځانګړني نومي اثر په حواله چي رحمت شاه سايل په خپل کتاب « د پاچاخان د افکارو معنوي تصويرونه » کښي داسي ليکي:

« چي پاچاخان د جېل نه راتلو نو دانجمن خلکو ئې دومره تود هرکلی وکړو چي دهغه بيمار او هډوکي هډوکي وجود له ئې په زرګونو ساګاني ورکړې هغه ته د انجمن خلکو جلسه جوړه کړه او دومره خلک ورته راغله چي شمارل ئې هم ممکن نه وو. او هم په دغه جلسه کښي د خپل قام غيرتي او ننګيالو پښتنو ورته د فخر افغان د لقب پګړۍ په سر کړه دا وړه پېرزوينه نه وه دا دپښتنو د شپږو زرو کالو په تاريخ کښي وړمبی د يو قام له خوا داسي پېروزينه وه چي د بل چا په نصيب شوې نه وه،  »

ارواښاد غفارخان د ديوبند مدرسې د مدير مولانا محمودالحسن او دهغه د خلکو سره هم ټنګه اړيکه درلوده ځکه دوی غوښتل چي د برتانيې پر ضد يو پوځ  جوړ کي او له همدغه ځايه د برتانيې پر ضد جګړه رهبري کړي، خو همدغه ډله په ( ۱۸۵۷ م. ) کال کي سره يو ځای سو.

خان عبدالغفار خان د انګرېزانو سره د عدم تعاون په جرم د کانګرس د نورو مشرانو سره دوه کاله په زندان کي وو او د ازادۍ غوښتلو په جرم د پاکستان حکومت د استعمار د لاسه څو ځله بندي سوی هم دئ.
خان عبدالغفار خان د ذولفقار علي بهټو د حکومت په وخت کي په کابل کي وو چي د نيشنل عوامي پارټۍ په بلنه وروسته پېښور ته ور وغوښتل سو او د ذوالفقار علي بهټو د واک تر ختمېدو وروسته بيرته دافغانستان ته راغلئ او دملي ازادي غوښتونکو له پاره لوی لارښود او بل مشعل وو. خو د ضياالحق د حکومت په دور کي سخت ناروغ سو او شپږ مياشتي د کوما په حالت کي وو چي بلاخره ئې مغز فلج سو، او د ( ۱۳۶۶ ش. ) کال د دلوي پر اوله د چهارشنبې په سهار پر څلورو بجو او پنځه څلويښتو دقيقو د پېښور په ليډي ريډينګ روغتون کي سا ورکړل ( انالله و انااليه راجعون ) او جنازه ئې د وصيت سره سمه د جمعې په ورځ د ( ۱۳۶۶ ش. ) کال د دلو په دريمه ( ۱۹۸۹ م. ) د جنوري پر شلمه په ډېره درناوي سره د ننګرهار په مرکز جلال اباد کي خاوروته وسپارل سوه .

د بابا د وفات د تاريخ قطعه :

زړه ( اخ ) وې چه ( افغانه ) ځني سر ولاړ
شــــو تاريخ يې د وصــال ( عبدالغــفار )
د خدايي خدمتګارئ مشر و رهبر ولاړ
غـــــر چپــه شـــو دشــرف او د وقــــــــــار 
کابل – د ۱۳۶۷ د دلو اوله

دلته د تاريخ بنسټ ( عبدالغفار ) دی چه د ابجد په حساب ( ۱۳۸۸ ) ترې جوړيږي. که د ( اخ )ابجدي ارزښت  ( ۶۰۱ ) پرې زيات او د ( افغان ) د کلمې د سر يا لومړي توري ( الف ) ارزښت چه ( يو ) دی ترې کم شی، بيا نو ( ۱۹۸۸ ) پاته کيږي چه د بابا د وفات مېلادي کال دی.
۱۳۸۸ + ۶۰۱ – ۱ = ۱۹۸۸ م کال

ماخذونه:
1. پاچاخان او د ازادۍ مبارزه
2. د ستر خدايي خدمتګار وياړلي يادونه
3. د فخر افغان ځانګړني
4. د پاچاخان اندونو او مبارزو ته يوه لنډه کتنه
5. پاچاخان، عدم تشدد او په افغانستان کي د سولي لاري