کور / تازه خبرونه / وسله والواورپکو ددیره اسمعیل خان پرمرکزي زندان بریدونه پیل کړل

وسله والواورپکو ددیره اسمعیل خان پرمرکزي زندان بریدونه پیل کړل

دپاکستان دخيبرپښتونخوادچارواکو له خولي خبرورکول شوی،چي وسله والواورپکو ددغه ولايت پريوه لوی زندان باندي بريدونه کړیدي.
درسنیودراپورونو له مخې بريدونه په دېره اسماعيل خان کې پريوه زندان باندي له يوڅو چاودنو سره پيل شوي دي.وسله والوکسانولمړۍ داوږوبمونه شلیک کړل اوبیایې دماشینګړوپه ډزوبریدونه پیل کړل.
دراپورونوله مخې په دغه زندان کي سلګونه طالبان اونوربیلابیل بنديان میشت دي.
دځینوخبری سرچینو په حواله نښتې ناوخته دوشنبه دشپې پرمهال پیل شوې، او راپورونه وايي چې اوس لا هم روانې دي.
عیني شاهدان وایې،چي دوی دډزوږغونه اوریدلي دي،ولي نورمالومات نلری,چي دا ډزي له کوم لوري اودچاه لخواه پیل شوي دي.
دچارواکوپه ویناچي وسله والودپوليسوجامې اغوستې وې.ځایې امنیتي چارواکي بیا وایې چي،داورپکوپه بريدکې دزندان بهرني دېوال ته زيان اوښتې، خو دنني دېوال يې خوندي دی، او اورپکي زندان ته په ورننوتلونه دي توانېدلي.
دولايتي زندان څانګې مشرخالدعباس اسوشيېټېډپرېس ته ويلي ،چارواکو پردغه زندان دبريدګواښ يوليک ترلاسه کړی و،خو په بريدکې يې ددومره بيړې اټکل نه وکړی.
بله خواه دپاکستاني دطالبانو وياندشاهدالله شاهددبريدپړه پر غاړه اخيستې، اوويلي يې دي چې( ۳۰۰ )بنديان خوشي شوي دي. ځیني راپورونه وایي چي د زندان دبرید په وخت کي دګډوډیو پرمهال (۵۰) بندیان تښتیدلي دي. ددیره اسمعیل خان دښار کمیسار مشتاق جدون رسنیو ته ویلي، چي (۶) زندانیان یې هغه وخت بیرته ونیول چي له زندان څخه دوتلو په حال کي وه.
دېره اسماعيل خان دخيبر پښتونخوا له ستروښاورنو څخه بلل کېږي، چې له نارامه غرنيوقبايلو سيمې سره څېرمه پرته ده.