کور / خبرتیا او پيغامونه / خوشال بابا فکري بهير د غونډې خبرتیا

خوشال بابا فکري بهير د غونډې خبرتیا

درنو دوستانو! خوشال بابا فکري بهير چې دا څو اوونۍ يې خپلې اوونيزې غونډې په کاروان پوهنتون کې نيولې وې، راتلونکې غونډه به يې د سينما پامير په دويم پوړ (کتاب ښار)کې وي. د نورو موضوعاتو تر څنګ د غونډې يوه مهمه موضوع ( په افغانستان کې د هند او پاکستان تر منځ سيالۍ) تر سرليک لاندې د يوه مهم تحقيق پرېزنټېشن دی.

د خوشال بابا په فکري بهیر کې د ورځې پر مهمو مسايلو بحث کېږي، د مهمو کتابونو لنډيز وړاندې کېږي او د روزنيزو او مالوماتي مسايلو په اړه پرېزنټېشنونه ورکول کېږي. هغه دوستان چې لېوالتيا لري، په آزادانه توګه د خوشال بابا فکري بهير په غونډو کې ګډون کولای شي.

د غونډې وخت: پنجشنبه (د زمري ۱۰)، د ماسپښين درې بجې

د غونډې ځای: د سينما پامير دويم پوړ، کتاب ښار

د اړيکو شمېرې: ۰۷۹۴۰۹۰۹۲۴، ۰۷۸۷۲۶۷۲۶۷