کور / خبرتیا او پيغامونه / د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت خبرتیا

۱۳۹۲ د زمری ۲۱ مه

لکه څرنګه چې له یوې خوا د سږکال داوړي ګرمي د تیرو څو لسیزو پرتله بې سارې ده او له بلې خوا د روژې دمبارکې میاشتې وروستۍ ورځې دې نو پوهنې وزارت وپتیله چې د هیواد د سړو سیمو دټولو ښوونځيو رخصتي د روان کال د اسد (زمری) د میاشتې تر ۲۰ مې نیټې پوری دوام وکړي.
له همدی امله د هیواد د سړو سیمو له ټولو لومړنیو، ثانوي، خصوصي، د ښوونکو د روزنې ، دتخنیکي او مسلکي زده کړو او د اسلامی تعلیماتو د زده کړو له موسسو غوښتنه کیږي چی خپل درسونه د زمري د میاشتې پر ۲۱ مه نیټه چې د دوشنبه ورځ کیږي له کوچني اختر وروسته پیل کړي.

په درنښت

د پوهنې وزارت د اطلاعاتواو نشراتو ریاست