کور / تازه خبرونه / په کندهارکي چاودني دیوي کورني د(۷) غړوژوند واخیست

په کندهارکي چاودني دیوي کورني د(۷) غړوژوند واخیست

قندهار:دکندهارولایت په میوندولسوالي کي دسړک دغاړي بمي چاودني دیوي کورني اووه کسان ووژل اودري تنه یې ټپیان کړل،په وژلوکسانوکي دوي ښځي شاملي دي.دغه چاودنه تیرماښام هغه وخت را منځ ته شوله،چي ددي کورني غړي دژیړۍ ولسوالي څخه دمیوندولسوالي ته دیوي کوزدې د(ښادي) مراسموته روان وو.
دکندهارچارواکي وایې چي دغه چاودنه دطالبانو لخواه منځ ته راغلي ده ،مګردطا لبانوویاندقاری یوسف احمدی دپیښي پخلي کوي اووایې چي په دغه پیښي کي یې دري محلي پولیس وژلي دي.
په تیره میاشت کي هم دکندهارولایت دخاکریزپه ولسوالې کي چاودني ددووماشومانوپه ګډون اته ښځې اویو نارینه ووژل.
دیادوني وړده،چي ملگری ملتونه اودبشري حقوقو ملاتړي دوسله والوطالبانو ،دبهرنیو ځواکونو اودافغانستان دامنیتي ځواکونو څخه غوښتي دي چي دبیګناووخلکو اوملکي کسانودوژلو حخه په کلکه ډډه وکړي.