کور / تازه خبرونه / طالبان:ددولت د واکمنۍ په سيمه کي پاکستانی نصاب تدريسيږي

طالبان:ددولت د واکمنۍ په سيمه کي پاکستانی نصاب تدريسيږي

طالبانوهغه ادعا رد کړه چي ګواکي د پکتيکا په برمل ولسوالي کي ددوی تر واک لاندي
سيمه کي پاکستانی تعليمي نصاب تدريسيږي ، ذبيح الله مجاهد وايي چي د څو ورځو پلټنو
څخه ورته څرګنده سوې ده چي هغه ښوونځی يا مدرسه چي د سولي انستيتوت په راپور کي يې
په اړه ويل سوي وه چي پاکستانی نصاب پکښي تدرسيږي د طالبانو نه بلکي ددولت تر
واکمنۍ لاندي سيمه ده .


د پلټنو په اړه په پکتيکا کي د طالبانو دښووني او روزني ريس مولوي همت وايي د
پکتيکا ولايت د معارف رياست دخپل اسلامي او افغاني احساس او داسلامي امارت د معارف
د عالي کميسيون د مقراراتو دپه نظرکې نيولو له مخې په خپل مجاهد ولس او اسلام پروره
خاوره باندې هر نوعه خارجي يرغل په خاصه توګه په علمي ميدان کې بيګانه اصول او
نصابونه عملي کول نه يواځې داچې محکوموي بلکې په مقابل کې يي  جدي دفاع کول
خپله وجيبه بولي .


د مولوي همت په وينا د نوراباد کلى چې زوړ نوم يي ډينګي وؤ په کوم کې چې نوموړې
مدرسه او مکتب واقع دي دپکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ په جنوب ختيځ کې دانګورآډې له
سرحدي علاقې سره په ٣ کيلو مترۍ کې پروت کلی ده ، ديادکلی  له ٢  نه تر ٤
کيلو مترو پورې شااوخواټوله سیمه د کابل ادارې يو سرحدي کنډک ،يو د  (OGA) يا
سپيشل فورس په نوم افغاني الاصله امريکايانو کنډک ، يوپه اصطلاح دملی اوردو کنډک او
يوهم  دسيمې داربکیانويو مهم مرکز پروت دى او ورسره دغرب خواته په څوکيلو مترۍ
کې د مچداد په نوم د امريکايانو لوي بيس يا کمپائن موقعیت لري  چې اوس پکې د
امريکايي مشاورينو او د داخلي عسکرو لويه قطعه پرته ده او يوه وړوکى هوايي ميدان هم
لري  .


د نوموړي په وينا  چې ددغه مکتب يا  ادارې مهتمم او يا ناظم
ملاسيدمحمد د ملا خامه زوي په قوم وزيرمزى ( احمدزى ) او په مزو کې گنگي خيل چې په
شخصي تعلقاتو يي ياده اداره جوړه کړې او چلوي ، نولهذا دښونځي يامدرسې دموقعيت او
حقيقت په نظرکې نيولوسره دا ثابتيږي چې نوموړۍ ساحه ١٠٠فيصده د کابل ادارې په
کنټرول او اختيارکې سيمه  ده او هلته هرراز مسئوليت  هم دوي ته متوجه
کيږي ،داچې په دې اداره کې څه تيريږي او څه عملي کيږي دابه هلته قضاوت وشي چې
نوموړۍ ساحه د مجاهدينو ترکنټرول لاندي راشي .



په دې وروستيو کي دسولې انستیوت لخوا یو راپور خپور شو چې يادونه يي کړې 
دپکتيکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې په يوه ښونځې کې دګاونډي هيواد پاکستان تعلیمي
نصاب تدريس کيږي ، ددې خبرې په تعقيب د بهرنيو چارو وزارت له ادرسه پر طالبانو تور
پورې شو چې باید دداسې پيښو په اړه جواب ووايي.
طالبانو د يوې اعلاميې او راپور
په خپرولو سره دا ادعا رد کړه خو د پوهني وزارت تر دې دمه ددغي ښوونځی يا ښوونځيو د
موقعيت او پکښي تدريسيدونکي تعليمي نصاب په اړه جزيات نه دي وړاندي کړي.