کور / تازه خبرونه / په جلال آباد کي ماین چاودني (۱۶)کسان ټپیان کړل

په جلال آباد کي ماین چاودني (۱۶)کسان ټپیان کړل

جلال آباد:دجلال آبادښار څخه رارسیدلي خبرونه وایې، چي ددي ښارپه لومړۍ ناحيه کې،دننګرهار ولايت داستيناف څارنوالۍ رئیس عبدالقیوم پرموټرباندي چاودنه وشوه، چي په ترڅ کي هغه دخپلودرېوساتونکو سره ټپی شوى ،ولي روغتیایې حالت یې دډاډوړدی.
دغي چاودني په سیمه کي (۱۲) ملکي کسان هم ټپیان کړي دی.په تپیانوکي ښځي اوماشومان هم شامل دي چي،دځینو روغتیايي حالت داندیښني وړدي.
تراوسه پوري ددې چاودنې مسؤلیت هیچاه پرغاړه نه دی اخیستې او نه هم افغان امنیتي پولیسو په دي اړه څوک نیولي دي.
هېره دې نه وي، چې تېره ورځ هم په جلال آبادښارکې دهندله کونسلګرۍ سره څېرمه دموټربم بريد په چاودنه کې،( ٨ )تنه ولسي وګړي ووژل شول او (٢١ )تنه نور ټپيان شول.
دغودووچاودنودروژي په مبارکه میاشت کي لسګونه افغاني مسلماني کورنۍ دویراو غم په تغرکښینولې.