کور / تازه خبرونه / امریکا دلنډۍ مودي لپاره په(۲۱)هیوادونوکي خپل سفارتونه اوکونسلګري تړي

امریکا دلنډۍ مودي لپاره په(۲۱)هیوادونوکي خپل سفارتونه اوکونسلګري تړي

دامریکادبهرنیوچارووزارت مقاماتو خبرورکړی ،چې دامنیتي اندیښنو له امله په یو شمېرهېوادونوکې خپل سفارتونه اوسیاسي دفترونه بندوي .همدا شان دوی دسفرپه اړه هم خپل اتباعو ته خبردارئ ورکړی،چي په دغه موده کي یادوهیوادونوته له سفرڅخه ډډه وکړي.
دبهرنیو چاروزارت ویلي،چې دالقاعده شبکې له خواداحتمالي بریدونوویره شته اوپه ځانګړې توګه په منځني ختیځ اوشمالي افریقا کې ډېره ده.نوځکه دروانې میلادي میاشتې ترپایه پورې به دافغانستان په شمول په۱۷هېوادونوکې دامریکادیپلوماتیک ماموریت بندپاته شي.که څه هم نن یکشنبه په اسلامي نړۍ کې دکاررسمي ورځ ده ،ولي دامریکا ډیپلوماتيک مرکزونه په منځني ختیځ، شمالي افریقا او دآسیا په ځینو هیوادونو کې تړلي وو.
په تړل شویو سفارتونو کې دکابل،عمان، قاهرې،ډاکه اوریاض سفارتونه هم شامل دي.امریکايي چارواکي وايي، ډېرامکان شته چې په ځینو هېوادونوکې عامه ترانسپورتي سیستم اودسیل ځایونه په نښه شي.
په یمن کې دبرتانیاپه ګډون ډېرونوروهېوادونو هم خپل ډیپلوماټیک مرکزونه په موقتی ډول تړلي دي.
دیادولووړده،چي تیرکال دسپتمبرپه ۱۲نیټه دلیبیا دبنګازي په ښارکي دامریکا دکونسلګري په انګړکي دامریکاسفیر(استیونز)دخپلودریوکارکونکو سره دمخالفینو دبریدونوله امله ووژل شول.