کور / تازه خبرونه / په سروبي اوخوست کي دسیلابونو له امله سلګونه تنه مړه اوتپیان شول

په سروبي اوخوست کي دسیلابونو له امله سلګونه تنه مړه اوتپیان شول

کابل:دکابل ولايت دسروبي ولسوالۍ په اړوندوسيمو کې دسختو بارانونو له امله، سېلابونه راوتلي اودرانه مالي اوانساني زيانونه يې اړولي دي.په دغوسیلابونوکي دسروبې ولسوالي د(۴۳)تنومړوجسدونه پیداشوي او اته تنه تپیان دي. دسروبي ولسوالي دچارواکو په وینادخلکو (۲۰۰) استوګنځې په بشپړه توګه سره وران شوي او د(۳۰۰) کورنیوکورونه زیانمن شوي دي.ددوی په خبره ډیرخلک تراوسه پوری لادرکه دي اوشاید دهلاک شووخلکو شمیرنور هم زیات شی.
دغه سیلابونه دشنبې ورځې په سهارپیل اودنوروزیانونو سربیره په کې دسروبي ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو هم خپل ژوندله لاسه ورکړ.ځایې چارواکي وایې چي په دغو سیلاوونوکې دیارلس کلي په بشپړډول ویجاړشوې دي.دوی ټینګارکوي چي دپیښو ډیرقربانیان ښځې اوماشومان دي.
په همدې حال کې په یوه بل خبر کي راغلي ،چې په خوست کې هم لسګونه کسانو دسیلاوونوله امله خپل ژوندله لاسه ورکړی دی.
دخوست ولایت دچارواکوپه وینا،ددغه ولایت په مرکزاوشپږوولسوالیوکې له دریو ورځو راهیسې دبارانونو اوریدل دوام لري اوتراوسه دښځو اوماشومانو په ګډون یي ګڼ شمیر کسان وژلي دي.په خوست کي دمګړي سیلابونو ۱۴)تنه وژلي اوزیات شمیر نوریې ټپیان دي.
په ننګرهاراونورستان ولایتونو کي هم سیلابونو زوراخیستي ،مګردتلفاتوشمیر یې تر اوسه درسنیوپوري نه دي رارسیدلي.
په یوه بل خبرکی راغلي چي دپاکستان په پښتونخواه، دیره اسمعیل خان اوچترال سیموکي دسختو سیلابونوله کبله خلکوته انساني اومالي تاوانونه اوښتي دي.په پاکستان کې دطبعي اپتونوپرضددمبارې اداره وايي،چي په وروستیوسېلابونو کې دوژل شویوکسانو شمېر (۴۵ )ته پورته شوی اوګن شمیرکسان ورک دي.