کور / تازه خبرونه / امریکادطالبانودملاتړوکسانوسره د(۱۵۰)میلیونوډالروتړون لاسلیک کړی دی

امریکادطالبانودملاتړوکسانوسره د(۱۵۰)میلیونوډالروتړون لاسلیک کړی دی

دالعربیه نشریه دایندپندنت دورځپاڼي دراپورپه حواله لیکي،چي امریكادهغو افغاني شرکتونوسره،چي دطالبانوطرفداران اوملاتړي بلل کیږي د(۱۵۰ )میلیونوډالروتړون لاس لیک کړی دی.
دغه ورځپاڼه لیکي،چي امریکادتیروپنځوکلنوپه موده کي په افغانستان کي دبیلابیلوشرکتونوسره دمرستي (۴۳) تړونونه لاس لیک کړي دي.دخبرسرچینه وایې چي دغه پیسي دطالبانولپاره دسړکونو،لاروجوړولو اودانترنیټي شبکي دآسانتیاوو په اړونددطالبانوملاتړوکسانو ته ورکړل شویدي.
د«سیګار»یادافغانستان دبیارغوني شرکت مدیر”جان اف سوبکر”ویلي،چي له(۲۰۰۸) کال را هیسي دغه شرکت په مستقیم اوغیری مستقیمه توګه دافغانستان لپاره(۱۵۰) میلیونه ډالره ځانکړي کړی ،چي دوسله والواورپکو اوترورریستي ډلوټپلودتجهزاتولپاره پکار اچول شویدي.
ددي راپورپربنسټ دامریکادپوځي ځواکونو پخواني مشرجنرال (جمیزمارتین )او «دسیګار»شرکت مسؤلینوامریکا یې مقاماتو ته په ډاګه ویلي،چي دامریکا پوځي ځواکونه ځکه په افغانستال کي ناکامه شول.
ددي راپورڅخه داسي مالومیږي،چي امریکادافغانستان په هکله دوه سره لوبه کوی.له یوي خواه دافغان حکومت دچاوراکوسره دمرستي تړونونه لاس لیک کوی اوله بلي خواه دمخالفوډلوټپلو سره دپردی شاته بله لوبه پرمخ بیایې.
دخبرسرچینه:http://www.independent.co.uk/