کور / اسلامي / د روژې په اړه اسلامي اصلاحات د لراوبر ١٨٩ م سوغات

د روژې په اړه اسلامي اصلاحات د لراوبر ١٨٩ م سوغات

د روژې په اړه اسلامي اصلاحات
ليکوال : الحاج مولوي محمد مجاهد
خپرندوى : عطاء الله محمدي
څانګه: لراوبر کندهار

د روژې په اړه اسلامي اصلاحات:
په دې کي شک نسته چي اسلام دغه کار کړى دئ چي د روژې تفصيلات يې ډېر ګټور او ډېر بهترين او د انساني فطرت سره ډېر نژدې کړي او د غېري ضروري بنديزونو، سختيو، او لوازمو څخه ئې ازاده کړې ده تر څو د روژې مقاصد په اسانه سره ترسره سي. او د نقصاناتو څخه وساتل سي د مثال په ډول: په اولو بعضو مذاهبو کي د خاصو طبقو له پاره روژه وه لکه څنګه چي مو مخکي يادونه وکړه چي په هندو مذهب کي د دوى د برهمن، په فارسيانو کي د دوى د مذهبي پېشوايانو له پاره او په يونانيانو کي يوازي د ښځو له پاره روژه وه، اوس خبره په دې کي ده چي که چيري روژه واقعاً يو ګټور يعني مفيد کار وي، نو د هغې برکتونه بايد هر چاته ورسېږي ځکه نو اسلام دغه د طبقو تخصص له منځه يووړ، لکه د الله پاک جل جلاله په دې ارشاد کي: (فمن شهد منکم الشهر فليصمه). ژباړه: په دغه مياشت کي چي کوم څوک موجود وي هغه دي ټوله مياشت روژه ونيسي.
نور مذاهب عموماً د شمسي مياشتو حساب کوي په دغه خاطر روژه هم په يوه خاص موسم کي راځي نو که چيري هغه موسم د راحت وي روژه ئې هم د راحت او اسانۍ وي، او که چيري هغه موسم سخت وي نو په روژه کي ئې هم سختي وي، په اسلام کي د روژې د حساب اساس قمري مياشتي دي تر څو روژه سره واوړي او د کال په هر فصل او موسم کي راسي او د راحت او تکليف په هر ډول موسم کي په انسان کي د روژې د نيولو مزاج جوړ سي.
په نورو مذهبو کي د روژې په موده او شرائطو کي اعتدال او ميانه روي نه وه يا خو به څلوېښت ځلوېښت ورځي لوږه وه يا به د روژې په ورځو کي پر ډوډۍ او غوښو سربېره د مېوې تر خوړلو پوري اجازه وه، مثلاً د جين په مذهب کي څو څو هفتې يوه روژه وه ، عربو عيسايانو به هم څو ورځي يوه روژه نيوله، د يهودو په مذهب کي به څليرويښت ساعته روژه نيول وه ،اسلام دغه افراط (زياتوب) او تفريط ( کمي) ليري کړه او پر ځاى ئې معتدله لاره غوره کړه د روژې په وخت کي ئې کمي وکړه مګر د روژې د مودې په اوږدو کي ئې د هر ډول خوړلو او څښلو څخه منع وکړه.
همدا راز په يهودو کي دا شرط وو چي څنګه به ئې روژه ماته کړه نو هر څه چي به ئې څيښل او خوړل د هغو ورته اجازه وه ، وروسته بيا ورته د خوړلو او څيښلو اجازه نه وه بلکي دوهمه روژه شروع کېدله، اسلام دغه سلسله هم ختمه کړه، پوره وخت ئې معلوم کړ چي د لمر لوېدو څخه وروسته بيا تر صبح صادق ( سپېدو) پوري چي هر وخت او هر څو واري خوراک او څيښاک کولاى سى هيڅ ممانعت نسته.