محمدنعيم بلوڅ: طالبان د کجکي برېښنا پروژې ته مزاحمت کوي
د هلمند والي محمد نعيم بلوڅ وايي چې ددي ولايت په سنګين ولسوالي کي مېشت طالبان په دې ولسوالي کي د سړک جوړيدو او د کجکي د برېښنا د لويي پروژې د پرمختګ پر وړاندي ستونزي جوړوي.
جنرال بلوڅ نن دوشنبې په يوه خبري ناسته كې وويل چي په سنګين ولسوالي کي د تېرو دوو مياشتو راهيسي روانه جګړه ددې لامل سوې وه چي دکجکي ولسوالۍ ته د غځېدلي سړک د پخېدو ( ډامبريدو ) او د کجکي د برېښنا پروژې د پراختيا مخه ونيوله سي خو د نوي امنيتي او پرمختيايي پلان د عملي کېدو له امله ددغي پروژې چاري اوس بيرته په عادي ډول او لوړ كيفيت پرمخ روانې دي.
نوموړی وايي چي د امنيتي پلان په پيلېدو سره يې هغه اندېښنې هم له منځه وړيدي چي ګواکي وسله وال طالبان به د کوچني اختر د رارسيدو سره سم په مركز لښكرګاه ، نهرسراج او سنګين ولسواليو كې ګډوډۍ رامنځ ته كړي.
د کجکي برېښنا بند د مرکز لښکر ګا شمال خواته په ۱۳۰ کيلومتره کي پروت دیچي د هيواد په کچه د برېښنا له لويو توليدوونکو پروژو څخه شمېرل کيږي، که څه هم د هلمند مخکنيو واليانو ددغي پروژې د پراختيا ژمني کړې وې چي عملي يې نکړای سوای خو نن يوځل بيا اوسني والي جنرال محمد نعيم بلوڅ دا ژمنه تازه کړه او ويې ويل چي په دغو سيمو کي د امنيت ، بيا رغوني او د کجکي د برېښنا د توليد په زياتوالي کي يې جدي پلانونه تر لاس لاندي نيولي دي.