کور / تازه خبرونه / په کندهارکي دزرګونوبيوزلوکسانوسره مرسته وسوه

په کندهارکي دزرګونوبيوزلوکسانوسره مرسته وسوه

کند هار: دروژې مباركي مياشتي په مناسبت اواړوخلكوڅخه دلاس نيوي په موخه ٣۰۰۰ ددرې زره بېوزلوكورنيوسره دخوراكي توكومرسته وسوله .په كندهارولايت كې دګرين يونايټيډنړيوال شخصي سوداګريز،توليداتي ، ساختماني اوټرانسپورټي ګروپ له لوري يادوكورنيوته يوپنځوس كيلويي پارسل اوړه ، اويوه لس كيلويي ډبه غوړي دمرستي په ډول وويشل سول .
دګرين يونايټيډګروپ مطبوعاتي څانګي مسؤل سيدعبدالباري روحاني رسنیو ته وويل ددغه دفترمسؤلين هريوالحاج محمدالدين او الحاج فريدالدين اڅكزي خاصه پاملرنه او پېرزوينه چي دخپلوهيوادوالوسره يې لري دغه دمليونونو په ارزښت خوراكي توكي دمرستي په توګه وويشل .
دروحاني په ويناچي ياده مرسته يې ترډېره حده له دولتي اوغيري دولتي هغوخلكواومامورينوسره وكړه چې له سختواقتصادي ستونزوسره لاس اوګريوان دي .
ده وويل،چي په ښوونځيوكې فعال ښوونكي دښاروالۍ،ښځوچارورياست،اوځينونورو ارګانونوكاركوونكي ،كونډيانواومعلولينوته يې دمرستي وركولوحق اوليت وركړى دى .
چي دادى ټوله مرسته يې لاله وړاندي سروې سويواوڅرګندوسويوكسانوته چې دمرستي وړوو وركړي دي .
دګرين يونايټيډګروپ رئيس الجاج فريدالدين اڅكزائي پرنوروسوداګرواوشتمنوهم ږغ وكړچې داړواوغريبوهيوادوالوسره دي داسلامي ورور ولي اوخواخوږي له مخي ترخپله وسه مرسته وكړي .
په خبره يې چي د روژې مباركه مياشت يوه دخير اوبركتونومياشت ده په دې مياشت كې دي خلك دنورو وختونوپه پرتله زياته مرسته وكړي اوځان مكلف وګڼي چي خپل چارچاپېر وږي اواړوكسانوته دمهربانۍ لاس اوږدكړي .
دمحمودطرزي لېسې مدير سيدحسام الدين اغا چې دګرين يونايټيډګروپ څخه يې خپل پرسونل ته مرسته ترلاسه كړه وويل زموږ دټولني ډيرۍ وګړي په خاص ډول ښوونكي اوځيني نوردولتي مامورين چې ډېركم معاش اخلي دامهال له سختواقتصادي ستونزوسره لاس اوګريوان دي .
ښاغلي حسام الدين اغا دخوښۍ څرګندولوسره په خواكي دګرين يونايټيډګروپ مشرتابه څخه مننه وكړه اودده دغه نيك اقدام يې وستايه. نوموړي هم له نورو ملي سوداګرو او شتمنونه وغوښتل ترڅودګرين يونايټيډګروپ په شان مرستي وكړي اوپه دې ډول سره داقتصادي پلوه لوېدلوهيوادوالولاس نيوى وكړي .
ديادولوده چې ګرين يونايټيډګروپ له لوري دالومړۍ ځل نه دى چې دخوراكي توكومرسته كيږي بلكي ددغه ګروپ خيريه څانګي څخه دتيروڅوكلونوراهيسي محبوسينو، ښوونكوزده كوونكو، معلولينو، ورزشكارانو، اړواوغريبوهيواوالوته هراخيزه مرسته كړې چې دادى دخپلوپرلپسې مرستوپه دوام يې يوځل بياپه كندهارولايت كې بې ساري مرسته وكړه .
ګرين يونايټيډګروپ شخصي سوداګريز ،توليداتي ، ساختماني اوټرانسپورتي نړيوال ګروپ دى ،چې دننه په هيواداوځينوبهرنيوهيوادونوكې خدمات وړاندي كوي .چې دخپلوچاروسره په خواكي يې خيره پروګرامونه دهيوادپه كچه بې ساري ګڼل كيږي اوګڼ شمېرخلك يې له لطف اوهيوادوالوسره خواخوږي اومهرباني ستايي اودقدرپه سترګه ورته ګوري .