کور / تازه خبرونه / كوټي ته د ريل ګاډيو تګ راتګ بند سوى دئ

كوټي ته د ريل ګاډيو تګ راتګ بند سوى دئ


د پنجشنبې په سهار د كوټي د سرياب په سيمه كي نامعلومو وسله والو د ريل ګاډۍ پټلى الوزلى چي له امله يې كوټي ته د ريل ګاډيو تګ راتګ درول سوى دئ.


د كوټي پوليس وايي كه څه هم تر اوسه د پېښي مسوليت چا پر غاړه نه دئ اخيستى، خو دوى د نامعلومو وسله والو پر ضد قضيه درج كړې ده.


د يادوني وړ ده چي تر دې مخكي د دغسي پېښو مسوليت اكثره وخت د پاكستاني حكومت مخالفو بلوڅ وسله والو ډلو پر غاړه اخيستى دئ.