کور / تازه خبرونه / محمود عباس له حماس ډلي سره خبرو ته لېواله دئ

محمود عباس له حماس ډلي سره خبرو ته لېواله دئ


د فلسطين جمهوررئيس محمود عباس يو ځل بيا د حماس اسلامي مجاهديدن له حكومت سره خبرو ته راوبلل.
د حماس ډله چي مشري يې د فلسطين پخوانى صدراعظم اسماعيل هنيه كوي، تر يوه كال زياته موده كېږي چي له حكومت سره په مخالفت كي ولاړه ده.
د حماس ډلي وياند د جمهوررئيس دې اقدام ته هركلى كړى او دا يې يو نيك كار ګڼلى دئ.
محمود عباس ويلي چي په هيواد كي يې بهرنيو لاسوهنو فلسطيني ولس له سختو ستونزو سره مخ كړى دئ.
نوموړي د امريكا جمهوري رياست ته د ديموكراتانو د كانديد بارك اوباما هغه وړانديز رد كړى، چي ويلي يې بيت المقدس دي اسرائيلو ته پرېښودل سي.