کور / تازه خبرونه / په ننګرهارکي یوي چاودني ۱۴ کسان ووژل

په ننګرهارکي یوي چاودني ۱۴ کسان ووژل

جلال اباد:دافغانستان په ختیځ ولایت ننګرهارکې نن داخترپه لمړۍ ورځ په یوه هدیره کي دیوه ماین دچاودنې له کبله(۱۴)کسان وژل شوي اوڅلورکسان ټپيان دي.
چارواکي وایې چي په وژل شوو کسانوکې اووه ښځې اواووه ماشومان شامل دي.
دننګرهاردچارواکوپه وینا،وژل شوي کسان دقومندان غالب دکورنۍ غړي دي،کوم چې دمېرمنې دڅلوېښتمي ورځي په مناسبت په هدېره کې سره یو ځای شوي وو.
ښاغلی غالب له طالبانو او القاعده سره دمرستې په تورپنځه کاله په ګوانتاناموکې بندي و.دغه چاودنه نن له غرمې مخکې دغني خیلو په ګولایي سیمه کې رامنځته شوه.
دپیښې پړه تراوسه پوري هیچاه په غاړه نه دي اخستي.