کور / تازه خبرونه / دامریکااوروسیي دبهرنیواودفاع وزیران په واشنګټن کي خبری کوي

دامریکااوروسیي دبهرنیواودفاع وزیران په واشنګټن کي خبری کوي

دیوي بهرني رسني په خبرکي راغلي چي دامریکادمتحده ایالاتودبهرنیو چارو وزیرجان کري اودفاع وزیرچک هیګل به نن دروسیې دبهرنیوچارو وزیرسرګې لافروف او دفاع وزیر سرګي شویګو سره په واشنګټن کي خبرې وکړي.
دامریکا او روسیي ترمنځ اړیکې دبیلابیلو مسلو پرسرخراب شوې دي او یوه یي هم دامریکا داستخباراتي معلوماتوافشاکوونکي ایډوارډسنوډین ته دموقتي پناه مسله ده.
واشنګټن دغه راز دسوریې په وژونکې کورنۍ جګړې کي دجمهور رئیس بشار الاسد له رژيم څخه د مسکو ددوام دارملاتړ له امله خواشینی دی .
متحده ایالات دسوریي دیاغیانو ملاتړکوي او غواړي چې اسدله واکه لري شي. خو مسکو په خپل وار، له څوکلونو راهیسي دامریکا اواروپادهغه ګډپلان له امله ژوره اندیښنه لرې ،چې غواړي په اروپا کي دتوغندیو ضدسیستمونه ولګوي.
واشنګټن وایي، د دې سیستم مقصد د ایران له توغندیو څخه د اروپایي هیوادو ساتنه ده،خو مسکو په دي اړه استدلال کوي او وایي، داکار ممکن د روسیې د اټومې بیروونې پرپروګرام اغیز وکړي.
د امریکا متحده ایالات په روسیې کي دمدنې ټولنې دفعالانودټکولو په اړه اندیښنه لري اووایي،له تيرکال راهیسي یعني له کومي ورځې چې ولادیمیر پوتین په کریملین واکمن شوی، دمدنې ټولنې ځپل هم زیات شویدي.واشنګټن په روسیه کي دهغه قانون د تصویب په اړه اندیښمن دی چې له مخي یي هرغیر دولتي سازمان که بهرنۍ مرسته تر لاسه کړې، او یا سیاسي فعالیت وکړي بایددبهرنیو اجڼټانو په نامه ځانونه راجستر کړي.
دهمدي مسلې پرسرنږدي وو،چې دامریکا متحده ایالات د روسیي په ساحلې استراحت ځاي سوچې ښارګوتې کي داولمپیک ژمنۍ لوبې تحریم کړي. دجمهور رئیس اوباما اداره وایي، تر اوسه یي د تحریم په اړه غورندی کړی.دروسیې د سپورت وزیر ویتالي موتکو د پنجشنبې په ورځ ویلې وې، دا مسله به د سوچې پرلوبو اغیز ونکړي:دامریکا او روسیې د مشرانو ترمنځ د نن ورځې په خبرو کي به د افغانستان، سوریې ،ایران،شمالي کوریااودغه راز په اروپا کي د توغندیو ضد سیستمونو دلګولو پرمسلو هم بحث وشي.دغه اړیکي هغه وخت ترینګلې شوی چي دامریکاولس مشراوبامادوي ورځي مخکي اعلان وکړي،چي دپانګوالواتوهیوادوپه غونډه کي چي په اګست کي دروسیه دسنت پترزبورګ په ښارکي جوړیږی ګډون ونه کړی.