په هلمندکي اداري فساداودځمکوغصب په خرپ سره روان دی
59
هلمند:په هلمندکې دادارې فساداودځمکو غصب په بیړه سره روان دئ.دهلمند چارواکي وایې چي دغه انګیزې دوی سخت اندیښمن کړې دي.
دهلمندمرستیال والي، احمدمسعودبختوریوي افغانې خبری رسني ته ویلي ،چې دزورواکانولخواپه دغه ولایت کې دشخصي اودولتي ځمکودغصب کچه ورځ تربلې پراخیږي او ددي بدنامي پدیدي دمخنیولولپاره ګړندیوهڅوته اړتیاشته.هغه وایې چي ، له یوې خوادځمکودغصب لړۍ اوله بلې خواه داداري فساددډیریدوانګیزي دهلمند سیمه ایزوچارواکو ته جدي ګواښونه اواندیښنې پیداکړی دي.
دده په وینا، اړوندادارې هم ددغې پدیدې په لمنځه وړلو کې پاتې راغلې دي.
بله خواه دهلمندیوشمیراوسیدونکي هم ددغودووشوموپدیدوپه اړه خپلې اندیښنې څرګندوي.دهلمندداوسیدونکو په وینا،دهلمندولایت په ټولو اداروکي فساداودرغلي شته،نوځکه یې دڅیړونولړۍ په ټپه ولاړه ده.
هلمنددافغانستان دلویدیځوولایتوڅخه هغه ولایت دی،چي کوکناراومخدرتوکي ډیرپکښې کرل کیږي.دځایې خلکوپه اندکه چیري داداري فساداودځمکو دغصب لړي بنده نشي اوپه همدغه ډول دوام ومومي، نوڅرګنده ده،چي داولایت به په افغانستان کي ددرغلي ،رشوت اواداري فسادپه سرکي ځای ونیسي.