کور / سپورټي / افغانستان ناميبيا ته په ١٩٠ منډو ماته ورکړه

افغانستان ناميبيا ته په ١٩٠ منډو ماته ورکړه

د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډلي نن ناميبيا ته په يوه ورځنۍ لوبه کي سخته ماته ورکړه.
پچه د ناميبيا کپتان وګټله او افغانستان ته يې د منډو جوړولو بلنه ورکړه او افغانستان د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ٢٨٩ منډي جوړي کړې، چي شهزاد محمدي ١١٣، نوروز منګل شپږ، کريم صادق ٥٠، اصغر ستانکزي ١٢، محمدنبي ٨١ او ګلبدين نائېب ١٠ منډي وکړې.
افغان بالرانو په ٣٣ اووره کي د ناميبيا ټول لوبغاړي پر ٩٩ منډو وسوځل، چي حميد حسن دوه، کريم صادق، حمزه هوتک، دولت ځدراڼ يو يو او کپتان محمدنبي عيسى خېل پنځه ناميبيايي لوبغاړي وسوځول.
د لوبي غوره لوبغاړى افغان کپتان محمدنبي وبلل سو، چي ٨١ يې ډېري چابکي منډي او پنځه يې هم ويکيټونه واخيستل.
افغانستان تر دې درې ورځي دمخه په يوه څلور ورځنۍ لوبه کي هم ناميبيا ته سخته ماته ورکړې.
د افغانستان او ناميبيا دوهمه يوه ورځنۍ لوبه د اګست پر يوولسمه ترسره کېدونکې ده، چي که يې افغانستان وګټي د ٢٠١٥ کال نړۍ وال کپ ته د ژر تګ چانس به يې نور هم ډېر سي.