کور / تازه خبرونه / دغزني دسولي دعالي شوراریس دهندپه یوه روغتون کي ساه ورکړه

دغزني دسولي دعالي شوراریس دهندپه یوه روغتون کي ساه ورکړه

غزني: دغزني ولایت دسولي دعالي شورارئیس حاجي فضل احمد«تلواك»چي یوه میاشت مخکي دسړک دغاړي په بمي چاودنه کي ټپی شوی وو،تیره شپه دهندپه یوه روغتون کي ومړ.هغه دبمي چاودني وروسته ددرملني لپاره لمړۍ کابل اوبیادهندهیواد یوه روغتون ته ولیږدول شو.
شاغلي تلواک دسولي دعالي شورادریاست سربیره ددهیک ولسوالي ولسوال هم وو.
دغزني ولایت دافغانستان دبي امنوولایتونوڅخه ګڼل کیږي، اوتلواک ددي ولایت دسولي د عالی شورا (اووم) رئیس دي چي دمخالفونو لخواه وژل کیږي.