کور / تازه خبرونه / دکابل دشکردري په ولسوالي کي سیلاب خلکوته ځانې اومالې تاوانونه واړول

دکابل دشکردري په ولسوالي کي سیلاب خلکوته ځانې اومالې تاوانونه واړول

كابل:دکابل اړوندشکردري ولسوالي کي سیلابونو(۲۵)تنه وژلې اوپنځه تنه یې ټپیان کړيدي.په وژلشووکسانوکي زیاتره ښځې اوماشومان شامل دي.دشکردری ولسوالي دچارواکوپه وینا(۷)تنه تراوسه لادرکه دي.
دغه سیلاب نن ورځ شنبه دمازدیګرپرڅلوروبجودژلې،او سخت باران له کبله پیل شو اودسترګو په رپ کي یې دخلکوکورونه اوکرهڼیزي ځمکي ویجاړي کړلي.
دشکردري ولسوالي یواستوګن عیني شاهدوایې،چي په یوسراچه موټرکي دري نارینه،دوي ښځې اوماشوم سپاره وو اوداختردمبارکي لپاره دخپلوانو کورته روان وو ،چي دسیلاب څپې ورباندي برابری شوي اوټوله یې له منځه یووړه.دئ وایې،چي وروسته دکلي خلکودهغوشپږوکسانو مړي وموندل .
هغه وایې،چي ددي کلي دنورواووکسانودمرګ اوژوندپته لانشته کوم،چي په دوو کرولاموټرونه کي له خپل کلي څخه روان وو اوسیلاب ورباندي برابرشو.
دشکردری ولسوالي ولسوال رسنیوته وویل،چي سیلاب دڅوکلیوترمنځ یو پل، څو دوکانونه، اودکرهڼی ځمکي ویجاړي کړي دي.دهغه په وینادبیړنیومرستوځیني توکي سیلاب ځپلوخلکوته استول شوی دي،ترڅودمګړي دزیانمنوخلکوسره مرستي وشي او دمالي تاوانونوکچه هم څرګنده شي.
دیادوني وړده،چي ورته سیلابونه څوورځي مخکي دکابل اړونددسروبي ولسوالي کي هم را غلي ووچي،(۳۵) تنه یې ووژل او(۱۶) تنه يي ټپیان کړل.
دکابل په ولسوالیوکي دځاني تلفاتوترڅنګ خلکو ته په میلیونونوډالرتاوانونه اوزیان اووښتي دي.