کور / سياسي / د پرمختګ پر وړاندي خنډونه او د هغو لاملونه

د پرمختګ پر وړاندي خنډونه او د هغو لاملونه

ايا تاسي فکر کړئ دی چي په موږ کي ولي هميشه متضادي ډلي، ګروپونه او نومونه راپيدا کيږي لکه د سپين په مقابل کي تور ؟
زه د کندهار په مشرقي لیسه کي کشر شاګرد وم چي د ثور کودتا وسوه.
د کودتا سره سم په کندهار کي د قومي او روحاني شخصيتونو او بانفوذه خلکو نيول کېدل شروع سوه، مشهور خطيب مولوي عبدالرب اخندزاده ، مشهور صوفي شاعر مولوي عبدالغفار بريالی ، حاجي اختر ماد خان ، حاجي غلام دستګر خان او داسي نور په پرله پسې توګه د دولت لخوا ونيول سول، زموږ د مکتب مدير او نورو به ويل چي دا خلګ اشرار دي ، د مکتب د ډيرو کوچنيو شاګردانو په توګه به موږ ته هماغه وخت د خپلو خلکو پر وړاندي د کرکي درس راکول کېدئ.
داسي نور کارونه هم کيدل لکه د دوکانونو دروازې په سور رنګ رنګول ،د خلکو څخه په زور د مځکو اخستل او نورو ته ور وېشل ، دبزګر او خان يو ځای کول، هره ورځ مارچونه را ايستل او داسي نور چي له امله به يې هره ورځ مکتبونه تړل کيدل او قومې مشران ، تجاران ، ملايان او نور بي عزته کېدل او په عامه سپک کېدل.
په دې شکل دا ۳۵ کاله د افغانستان خلګ پر دوو برخو وويشل سول، يوه ډله د مجاهدينو خوا ته او بله دموکراتان ياپر مذهب نه ولاړ خلګ چي په دې توګه دغه دوه ګروپونه تر اوسه پوري يو د بل په مقابل کي داسي واقع دي لکه تور او سپين.
تور او سپن پيدا کول د دنيا د مافيايي تجارانو مفکوره وه، دا کار د دنيا تجارانو وکئ څو دوی خپلي ګټي هم وساتي هم پراختيا ورکړي، دوی د کريې خلګو او سامان ته ضروت درلودئ. نو دوی داسی ګروپونه جوړ کړل، چي یو دبله سره متضاد وي.
اول په شوروی اتحاد کی تش په نامه د کمونزم کودتا وکړه
او بيا ټولو خلکو ته د دروغو فلسفه ور ښکاره کړه چي تر اوسه يې هم په دې خطا باسي.
د کمونيسټانو انقلاب رهبر مارکس پخپله د سويډن د شاهي کورنۍ سړی و او سويډنیانو په انګلستا ن اړه لری نور تاسي فکر وکئ.
دوهم ګروپ اخوان المسلمین دي چي په پاکستان، سعودی عربستان او مصر کي يې تربیت وسو دا دولتونه دچا وه؟
ښکاره ده چي تر شا يې انګلستان اونور غربی دولتونو وه.
دا يو څو د کريې خلګو ته يې سیاسي نوم ورکی او ۲ فيصده جاسوسانو د افغانستان روڼ اندو ته دوکه ورکړه، د افغا نستان خلګ چي يوه برخه د مکتبونو ځوانان وه د دوي په خبرو دوکه سول .
ددوی تر څنګ يوه اندازه ملايان ، ځيني تجاران او داسي نور کسان هم ددوی د پروګرام ښکار سو.
دوی هغه وخت په داسي حال کي تجارتونه کول چي هري خواته به د افغانانو قتل عام روان و.
زموږ ولس ژر احساساتي کيږي او خارجي استخبارات هميشه زموږ له احساساتو څخه زموږ پر ضد استفاده کوي.دغه لامل دی چي لوبه پردي راشروع کړي ، موږ احساساتي چلند وکو او په دې سره د پرديو د سناريو دوهمه برخه بريالۍ کړو چي خپله ځانونه پر دوو برخو وويشو او په دې سره د تور او سپين مسئله راجوړه سي او موږ د کريې د لوښو غوندي استعمال سو.
لکه يوه کوتره چي په دوو وزرونو الوتل کولای سي ، دغسي بهرنيان هم په موږ کي دوې ډلي جوړي کړي او خپل پلان عملي کړي،نو داسي دوی په هر هيواد کي فساد راوستئ دی او بيا يې خپل پټ پلانونه په ډيره اساني سره عمأي کړيدي ، د مثال په توګه لکه شعيه اوسني ، ولسپاله او مذهبي ډلي ، لکه خلقيان او مجاهدين لکه دراني او غلجي ، تاجک او پښتون او داسي ډير نور.
دغه هغه مسائل دي چي هر افغان بايد ژور فکر ورته وکړي، نن ورځ د بيان د ازادۍ په نامه زموږ خپل ځوانان او په اصطلاح کارپوهان هغه څه وايي او ليکي چي په حقيقت کي د بل پر ژرنده اوبه ور ايله کوي ښه بېلګي يې په ځينو پښتو ويبپاڼو کي خپريدونکي بې مسوليته ليکني او د فيسبوک استعمالوونکي افغانان دي چي شپه او ورځ د خپل ځان ، ولس او هيواد د تباهۍ سبب ګرځي، په دې توګه که موږ د کريې د لوښو غوندي نه استعماليږو نو څه يو؟
موږ ددې پر ځای چي د نورو ډول ته په پټو سترګو ورقصيږو پخپلو منځونو کي د خبرو اترو او مفاهمې د لاري يوې پريکړي ته رسيدای سو چي له امله يې د ځان او هيواد د تباهۍ پر ځای ځانونه د خپل هيواد او خلکو خدمت ته وړاندي کړو چي طاقت او استعدادونه مو پرديو ته د ګټي پر ځای د خپل هيواد او ولس په ګټه وکاروو ، پرې نږدو چي پردي زموږ په تباهي کي ګټه وکړي ، بلکي هم د پرديو لاسونه لنډ کړو او هم موږ پخپله د خپل ولس نېکمرغه راتلونکې تضمين کړو.