کور / سپورټي / افغانستان ناميبيا ته دريمه ماته ورکړه

افغانستان ناميبيا ته دريمه ماته ورکړه

د افغانستان د کرکيټ ملي لوبډلي نن په دوهمه يوه ورځنۍ لوبه کي د ناميبيا هيواد ته سخته ماته ورکړه.
پچه د ناميبيا کپتان وګټله او د منډو جوړولو پرېکړه يې وکړه، چي په ٤٧ اوورونو کي يې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ١٩٣ منډي يې جوړي کړې.
د افغانستان له خوا حميدحسن څلور، رحمت شاه او سمېع الله شينواري دوه – دوه، کريم صادق او محمدنبي عيسى خېل يو – يو ناميبايي لوبغاړي وسوځول.
افغانستان د منډو پر مهال محمدشهزاد٦٢، محمدنبي ٤٦ او نوروزمنګل ٤١ منډي وکړې. افغانستان د ناميبيا په جواب کي ١٩٩ منډي د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره جوړي کړې او په داسي حال کي يې لوبه وګټله چي ١٨ اووره او دوه (١١٠) باله لا هم پاته ول.
افغانستان تر دې دمخه ناميبيا يې په يوه څلور ورځنۍ او يوه پنځوس اووريزه (يوه ورځنۍ) لوبه کي ماته ورکړې وه.
د افغانستان دوې راتلونکي مهمي لوبي له کېنيا سره د روان کال د سپټمبر پر اوله او د اکټوبر پر ٣١ مه دي، چي که يې وګټي مخامخ به د ٢٠١٥ کال نړۍ وال جام ته لارپيدا کړي.