کور / تازه خبرونه / دهلمندكې په ترافيكي پيښه كې شپږتنوته مرگ ژوبله واوښته

دهلمندكې په ترافيكي پيښه كې شپږتنوته مرگ ژوبله واوښته

لښکرګاه: دهلمند ولایت مطبوعاتي دفترخبر راکوي چي ياده شوې ترافيكي پيښه د يكشنبې په ورځ ديوې بجې په شاوخواكې دگرشك ولسوالي ته څيرمه دهرات كندهارپه لويه لارد يوه ۳۰۳ بس اوكرولاموټردمخامخ جنگيدوله امله رامنځ ته شوې ده چې په پايله كې يې دوه نارینه اودوې ميرمنې وژل شوې، يوتن لاروى اودكرولا موټرچلونكى ټپيان شوي دي.
پيښه د ۳۰۳ بس موټرچلوونكي چې له نيمروزولايت څخه دكندهارپه لوري روان
ود بې احتياطى له امله رامنځ ته شوې ده چې ياد شوى كس نيول شوىاوترپلټنولاندې دى.
دپيښې ټپيان دگرشك ولسوالى سيمه ايزروغتون ته ليږدول شوي اوروغتيايي
حالت يې دډاډ وړدى.
دهلمند ولايت مقام په دې پيښه ژوره خواشيني څرګندوي دمړوشويواوټپيانوكورنيوته د تسليت مراتب وړاندې كوي اوله ټولوموټرچلوونكوڅخه غوښتنه كوي چې ترافيكي قوانين په پوره توگه په پام كې ونيسي ترڅوپه راتلونكي كې دداسې ناوړه پيښومخه نيول شوې وي.