کور / تازه خبرونه / دناروي لمړۍ وزیر دیوي ورځي لپاره ټکسي موټرچلوی

دناروي لمړۍ وزیر دیوي ورځي لپاره ټکسي موټرچلوی

اوسلو:دناروي لمړۍوزیر«جين ستولتينبرگ»غواړی دموټرټکسي دچلولو په وخت کي دخپلوخلکوسره خبري وکړي اودهغوی واقیعي نظرونوله ځانه سره ولري.
نوموړۍ دیوي ورځې لپاره دټکسي دنده پرمخ بیایې،ترڅودمسافروسپيرلیو وګړو سره نږدي خبري وکړي اودخپل حکومت او ټاکنو په اړه دهغوي نظراومشوري ته غوږکښیږدی.
دناروي خلکو کله چي دخپل صدراعظم دټکسي چلولو فلم په تلویزیون کي ولیدي نو ټوله حیران پاتي شول،چي هغه دغه دنده څنګه مخ ته وړله.
جين ستولتينبرگ ویلي،چي دغه کاریې ځکه کړي چي،دئ پوه شی اوورته جوته شي تر څو دخلکو نظردحکومت،پارلمان اوټاکنوپه اړه واوری. دهغه په اندزیاتره خلک عادت لری چي دټکسي چلونکي سره ددولت اوحکومت په باره کي بحث اوخبري وکړي.
دناروي ټاکني دروان کال دسپټمبردمیاشتي په نهمه نیټه پیل کیږي او دوه واکمن سیاسی ګوندونه (دمحا فظه کاراوکارګر ) په نامه پکښي فعاله برخه اخلي .دناروی اوسني لمړۍوزیردکارګرګوندغړیتوب لری.
دیادولووړده،چي په افغانستان کي دیوه وزیرلپاره لس سرتیري دوه تعقیبي موټران اویو ضدمرمي موټرپکاردي ترڅووزیرله خپله کوره دفترته ولاړشي.