د ۱۲ استراليايي عسکرو قاتل په مخامخ جګړه کي ووژل سو

د لراوبر اداره | اگست 14th, 2013


هغه کس چي ويل کيږي دوه کاله مخکي يې په ارزګان ولايت کي ۱۲ استراليايي پوځيان وژلي او وروسته طالبانو ته اوښتی و ، په مخامخ جګړه کي تېره شپه په داسي حال کي ووژل سوی چي امريکايي پوځيانو يې په تخار ولايت کي پر کور چاپه ووهله .
طالب وياند ذبيح الله مجاهد دغه پېښه تائيدوي او وايي چي نوموړی کس محمد روزي نوميدئ چي دوه کاله مخکي يې په ارزګان کي د طالبانو سره داتباطي په توګه په افغان پوځ کي دنده ترسره کوله.
مجاهد وايي نوموړی د خپلي کورنۍ د ليدلو لپاره تخار ته تللی و چي د استخباراتو د تعقيب پر اساس په خپل کور کي تر بريد لاندي راغئ .
ذبيح الله مجاهد وايي چي محمدروزي په خپل کور کي د امريکايي پوځيانو دچاپې پر مهال په مخامخ جګړه کي ۸ امريکايي پوځيان وژلي او دی پخپله هم وژل سوی دی.
د طالبانو ددغي ادعا په اړه تراوسه پوري د ناټو يا افغان دولتي مطبوعاتو لخوا معلومات نه دي خپاره سوي.

Copyright Larawbar 2007-2024