متحده ملي شورا: د ډيورنډ د شخړي په اړه خبري وکړئ !
ددې شورا چارواکو په کابل کې د يو خبري کنفرانس په ترڅ کې ټينگار وکړ چې ددواړو هيوادونو ترمنځ د ډيورنډ د کرښې په اړه شرايط برابر شوي دي.
متحد ملي شورا وايي په پاکستان کې د نوي حکومت له رامنځته کيدو او په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو له شته والي سره چې دافغان دولت ملاتړ کوي دپولې پر سر د لانجې د اوارولو لپاره وړ وخت رامنځته شوى دى.
ددې شورا نوبتي مشرجعفر کوهستاني د افغانستان له دولت څخه وغوښتل چې د ملگرو ملتونو ترڅارنې لاندې ددې ستونزې د اواري لپاره د پاکستان له دولت سره خبرې پيل کړي .
خو دافغانستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند سلطان احمد بهين بي بي سي ته وويل چې دافغانستان دولت دېته چمتو دى چې په سيمه کې د ټيکاو د ټينگيدا لپاره له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي خو دده په وينا د ډيورنډ د کرښې پر سر خبرې ددواړو غاړو د ولسي مشرانو د هوډ پورې اړه لري :
دچارو شنونکي وايي چې ددواړو هيوادونو اوسنيو شرايطو ته په پام سره دډيورنډ پر کرښې خبرې اترې شونې نه دي .
دسياسي چارو يو افغان کارپوه فضل رحمان اوريا وايي د ډيورنډ د کرښې پر سر خبرې اترې د يو پراخ بنسټه او ځواکمن حکومت کار دى :
دډيورنډ د کرښې د لانجې د اواري لپاره د متحدې شورا وړانديز په داسې مهال کيږي چې له دې وړاندې پاکستان بيا بيا د کرښې پر سر د اغزن ديوال د جوړولو خبره کړې ده .
او دگاونډي هيواد دغه هوډ د افغانستان د حکومت او چارواکو له سخت مخالفت سره مخامخ شوى دى .
دپاکستان او افغانستان ترمنځ دډيورنډ کرښه تر پايه لانجمنه اودکرښې ددواړو غاړو اوسيدونکو له خوا نه ده منل شوې.