کور / تازه خبرونه / اتمر:چمتويم چې په كندهاركې ښونځۍ درته جوړكړم خو..

اتمر:چمتويم چې په كندهاركې ښونځۍ درته جوړكړم خو..

دافغانستان دپوهني وزيروايې چې دپخواپه پرتله يې زياتي هڅي يې پيل كړي چې په كندهاركې ټول تړل سوي ښونځي له بيلابيلولاروڅخه بيرته دزده كونكوپرمخ پرانيزي .


نوموړي زياته وي چې په اوروزګان  اوهلمندولايتونوكې كې يې په دې ډګركې لاس ته راوړني درلودې خوپه كندهاراوزابل ولايتونوكې دغه ستونزه لااوس هم موجوده ده .


محمدحنيف اتمرچې په كندهاركې يې يوي خبري ناستي ته ويناكوله وويل چې كه ولس وغواړي زده كړي وكړي نوله هري ممكنه لاري څخه چمتودي چې ورته امكانات برابركړي . نوموړي دمسجدونوپه يادونه سره وويل چې وزارت يې حاضيردملاامامانوله لاري دماشومانولپاره دزده كړوزمينه برابره كړي .


حنيف اتمرپه تكرارسره وويل چې دمعارف ستونزه يوازي ترسويلي حوزي پوري محدوده ده خوپه نورولايتونوكې هره ورځ په دې ډګركې پرمختګ ترسترګوكيږي .


په وينايې چې دهيوادپه نوروبرخوكې نه يوازي داچې ولسي خلګ دښونځيوكلكه ساتنه كوي بلكې دډيروكوچنيوكليوكورنۍ لاهم په خپلوكليوكې ورڅخه دښونځيودجوړيدوغوښتنه كوي .


دښونكودمعاشاتوخبره هم دپوهني وزيروكړه اوې ويل چې  په لمړي پړاوكې دهرښونكې معاش په منځني ډول ترپنځوزروافغانيوپوري رسيدلي چې ددجوزاددمياشتي  له لمړي څخه  داجراوړدي .


ښاغلي اتمروويل چې ده پارلمان  له تصويب كېدوڅخه به وروسته په دوهم پړاوكې درتبواودمعاشاتودقانون له مخې دښونكوامتيازله دې څخه هم لوړسي .


محمدحنيف اتمر وويل چې سږكال به په كندهارددرې سوه اوڅلويښت زره امريكايې ډالروپه مالي لګښت  ۴۸ نوي ښونځي جوړكړي چې ديني مدرسې او په مركزكې به دلري پرتووالسواليودزده كونكوداوسيدولپاره ليليې هم شاملي وي .


په وينايې چې تردې وړاندي يې ددرې اعشاريه اوه ميليونه ډالروپه لګښت په كندهاركې د۴۶ ښونځيوكارونه عملآپيل كړي اوپه راتلونكې مياشت كې به ګټي اخيستني ته وسپارل .


نوموړي دپنجوايي اوژړۍ والسواليوله محلي شوراګانوسره دديني مدرسو،ښونځيواوليليوقراردادونه هم  لاسليك كړل چې ددوى په خوښه به رغول كيږي .
دپوهني وزيرپه داسي حال كې دسويلي حوزې دمعارف دوروسته پاتي والي خبره كوي چې دلوړوزده كړوپه ټولوموسسوكې ددغې سيمي دمحصلينوشتون دګوتوپه شمېرګڼل كيږي .


دم كړي دپوهني په برخه  كې رسمي احصايې ښيې چې دهيواددنوروبرخوديوي والسوالۍ دزده كونكوشمېردكندهارله ټولوزده كونكوڅخه زيات دي .


دكارپوهانوپه باورچې كه له اوس څخه لاپه دغه سيمه كې دزده كړوغم ونه خوړل سي نوپه راتلونكې كې به يي جبرانه ول خوراناشوني كاروي .