انتخاباتي اتحاد بې پایلې او تکراري تجربه

عطاالله محمدي | اگست 31st, 2013


سرنوشت: انتخاباتي اتحاد بې پایلې او تکراري تجربه

کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو د شبنې د ورځې په ګڼو کې راتلونکو انتخاباتو ته د ایتلافونو په جوړېد باندې لیکنې او تبصرې کړي دي.

خدمتګار ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي، تکراري څېرې او تکراري ایتلافونه بې ګټې دي.

ورځپاڼه د سیاسي کارپوهانو له خولې لیکي، که انتخاباتي ایتلاف هرڅومره منظم او منسجم شي، نه راتلونکو انتخاباتو ته واحد کاندید وړاندې کولای شي او نه هم په شفافو او عادلانه انتخاباتو کې بریا ترلاسه کولای شي.

په مطلب کې راغلي د نوي ایتلاف مشران د تېر دولس کلنې فاسدې دورې فاسد لوبغاړي دي، چې د فساد ترڅنګ یې د افغانستان د تجزیې پلانونه هم طرح کړي.

سرنوشت هم په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي، انتخاباتي اتحاد بې پایلې او تکراري تجربه.

ورځپاڼه وړاندې لیکلي، د رامنځته شوي اتحاد هدف له حکومت او نړېوالې ټولنې څخه د امتیاز اخیستل دي.

د سرنوشت په سرمقاله کې راغلي ویره او ستونزه له یوه داسې ایتلاف څخه دا ده چې حکومت پلوي ،حکومت ضد، جنګسالارن ،تکنوکراتان او هرډول کسان په کې راټول شوي.

د لیکوال په باور د دوی هدف به یوازې واک ته رسېدل او په حکومت کې برخه پیدا کول وي.

دنیا ورځپاڼې د سیاسي چارو کار پوه او تاریخ لیکوونکي ډاکټر فاورق انصاري له خولې لیکلي دانتخاباتي اتحاد نوې جبهه څخه ځکه بریالۍ نده چې افغانستان په دوو برخو شمال اوجنوب وېشي.

بل خوا ماندګار ورځپاڼې د ملي ایتلاف د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له خولې لیکلي انتخاباتي ایتلاف قومي او سمتي نه دی.

ملي باور ورځپانې په یوه جلا مطلب کې لیکلي نوی انتخاباتي اتحاد به تر انتخاباتو پورې ټینګ پاتې نه شي.

ملي باور په خپله سرمقاله کې لیکلي داځل دا ولس وار دی چې څنګه کولای شي ، خپل برخلیک په خپله وټاکي.

د لیکوال په باور دوی اوس چې هرڅه لیدلي او په هرڅه پوهیدلي دي ،او په دې هم پوهیږي چې د واک تږي بیا هم دمال او متاع لپاره هرډول سوداګرۍ ته لاس کړي.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي باید ملت په خورا لوړ شعور او احتیاط خپله رایه وکاروي او پرینږدي چې یوځل بیا یې پر وینو لوبې وشي

Copyright Larawbar 2007-2024