هلمند:دسړک غاړي بم په ټونس کي سپاره ۱۲ ملکي کسان ووژل

د لراوبر اداره | اگست 30th, 2013


د هلمند چارواکو په ويڼا په سنگين ولسوالى كې د ماين په چاودنه كې زموږ۱۲ تنه بيگناه هيواد وال ووژل سول.

د هلمند والي د وياند په وينا خښ كړل شوي ماين پرون د جمعې په ورځ د مازديگرد پنځوبجوپه شاوخواكې د نوموړې ولسوالى د ساروان كلا په بوستان زوسيمه كې د ملكي وگړوپه يوټونس موټررامنځ ته شوې چې پكې د يوې ښځې په گدون زموږ۱۲ تنه بيگناه هيواد وال وژل شوي دي.

دولايت د وياند په وينا په همدې مهال په نوموړې سيمه كې د امنيتي ځواكونولخوا عمليات هم پيل شوي چې تردې مهاله پكې ۱۷ طالبان وژل شوي همدا رازدوه تنه سيمه ايزپوليس مړه اودرى نورټپيان شوي دي.

دا عمليات د سنگين ولسوالى په بيلابيلوسيموكې د وسله والو طالبانو ود ځپلوپه موخه پيل شوي دي.

د هلمند والي ددغي پېښي پړه پر طالبانو ور اچولې خو طالبانو يې په اړه څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024