كراچۍ د نړۍ اووم بدترين ښار دى

حبيب تاثير - کوټه | اگست 30th, 2013


د پاكستان تر ټولو لوى او تجارتي ښار كراچۍ د نړۍ د بدترينو ښارونو له جملې څخه په اووم لمبر قراري لري، دغه اعزاز د كراچۍ ښار ته د اكنامكس ايټيليجنس يونټ په نوم ادارې په خپل كلني راپور كې وركړى دى.
په دغه راپور كې طبي اسانتاوې كلتور، چاپېريال، تعليم انفراسټركچر، استحكام د خلګو د ژوند خوندي كول او ځيني نور شيان په نظر كې نيول شوي او د ښارونو نوم لړ يې جاري كړى دى.
په راپور كې ويل شوي دي چې د پاكستان په كاروباري ښار كراچۍ كې د هدفي وژنو او ترهګرۍ د لوړې كچې له امله دغه ښار په نړۍ كې د اوسېدو له پاره يو بدترين ځآى دى.
په دغه لړليك له كورنۍ جګړې څخه د زيات ځپل شوي هيواد شام پلازمېنه دمشق په لومړي سر كې راځي، خو په دوهم لمبر باندې د بنګله دېش پلازمېنه ډاكه قرار لري، چېري چې د خلګو ژوند انتهايي ناقص دى، چې مثال يې د جامو ګنډلو د يوې كارخانې د ړنګېدو له امله د زرو تنو د وژل كېدو وركول دي.
په دريم لمبر د پاپا نيوګني ښار مورسبې دى، په څلور لمبر د ناجريا پلازمنېه لاګوس دى، په پنځم لمبر هرارې دى، په شپږم لمبر الجزاير دى او د دغه لړليك په لسم لمبر د ايران ښار تهران دى چې بدترين ښار ښوودل شوى دى.

Copyright Larawbar 2007-2024